ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د غزنويانو د دور دوه تاريخي ګنبدې مخ په نړېدو دي

په ننګرهار کې د غزنويانو د دور دوه تاريخي ګنبدې مخ په نړېدو دي

author avatar
2 Mar 2013 - 11:18
په ننګرهار کې د غزنويانو د دور دوه تاريخي ګنبدې مخ په نړېدو دي
author avatar
2 Mar 2013 - 11:18

جلال اباد (پژواک ۱۲ کب ٩١): په ننګرهار کې د شاه فيض الله اغا د غزنويانو د مهال يوه جوړه شوې تاريخي ګمبده په بشپړه توګه د له منځه تلو په حال کې ده.

دغه تاريخي ګنبده د جلال اباد ښار سوېل لوېديځ لوري په لس کيلومترۍ کې د سره رود په چارباغ صفا سيمه کې موقعيت لري، خو اوس مخ په زيانمنېدو ده.

شاه فيض الله اغا، چې تر اسلام مخکې هندو او اصلي نوم يې رتن و، د خپلې سيمې قومي مشر او مخور او د غزنويانو د واکمنۍ پر مهال يې اسلام قبول کړ او تر مړينې وروسته د غزنويانو د واکمنۍ پر مهال يې پر مزار ګنبده جوړه شوه.

د فيض الله اغا د مزار او ګنبدې پر ړنګو دېوالونو اوس هم د غزنويانو د مهال يو څه نقاشۍ او انځورونه پاتې دي، د ګنبدې تاج لوېدلى، شاوخوا خونې، تاخچې او دېوالونه يې څه نړېدلي او څه د نړېدو په حال کې دي.

دلته دوه ګنبدې دي، يوه ګنبده چې اوس اوس يې زياته برخه نړېدلې او کنډاسه خوله پرته ده، ترې کوز د شاه فيض الله اغا زيارت دى، زيارت ته تور رنګ ورکړل شوى، د زيارت سر او پښو ته دوه لويې تاخچې دي، د دغو تاخچو په څنډو کې د زيارت تودولو او نظر لپاره نغري جوړ شوي، تر څنګ يې د هغو ډول ډول رنګينو ټوټو جنډې لکې دي، چې د کوم ارمان ګوټو د زړه مراد حاصلولو ته يې د دعا لپاره راځړولې دي.

دغه ګنبده له پخو مربع ډوله خښتو جوړه شوې، لومړۍ او دويمه ګنبده يو له بله سره نښلول شوې ، خو اوس يې د منځ هغه خونه چې دواړه ګنبدې يې سره نښلولي نړېدلې، خلکو پرې لار جوړه کړې، د دويمې ګنبدې لرګينې تمبې ته ځنځيرونه او قفلونه پراته دي.

د دې ګنبدې يو لوى دېوال له نورو دېوالونو رابېل شوى، لاندينۍ برخه يې نړېدلې ده.

د کابل پوهنتون استاد، ژورنالېست او ليکوال استاد لعل پاچا ازمون وايي، چې پرون (د کب ١١مه) يې له دغه زيارت څخه ليدنه کوله، هغه د دې تاريخي ګنبدې شاليد د غزنويانو په دور پورې وتاړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هغه مهال چې غزنويانو دې سيمې ته لښکر راوست، نو دلته د رتن په نوم يو افغان سوله غوښتونکى هندو و، رتن د غزنوي دور مشر سلطان محمود ته ليک ولېږه او ترې غوښتنه يې وکړه، چې دلته بايد د چا وينه تويه نه شي.))

د نوموړي په وينا، نوموړي شخص پاچا ته وويل، هغوی چې هر څه غواړي دوى ورته چمتو دي، هماغه و چې د لښکرو له را رسېدو سره سم رتن او ډېری خلکو د اسلام دين ومانه او پرې د شاه فيض الله اغا نوم کېښودل شو.

استاد ازمون وايي، چې د زيارت درناوي ته د جلال اباد او چارباغ خلک راتلل، يو فلکلوريک روايت داسې دى، چې د ژمي په منځ کې به د سيمې خلکو يوې شړۍ يا کمپلې ته اور اچاوه، موخه يې ترې د ژمي د موسم تېرېده و او ياد زيارت ته څېرمه د تورماک په نوم بڼ ته تلل او هلته به يې ميلې کولې.

دى وايي، چې د دې ګنبدې خښتې مربع بڼه لري او د يو بل فلکلوريک روايت پر بنسټ ازمون وايي: ((غزنوي واکمن سلطان محمود چې کله د مهترلام بابا زيارت ودانۍ جوړه کړه، يوه اندازه خښته ترې پاتې شوې، سلطان امر وکړ چې دا خښته دې جلال اباد ته يوړل شي او هلته به پر دغو خښتو د شاه فيض الله اغا ودانۍ جوړه کړي.))

خو هغه مهال چې کورنۍ جګړې پيل شوې، نو دا ګنبده هم خوندي پاتې نه شوه، د سيمې اوسېدونکي حاجي فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نه هم افغان حکومت او نه هم خلکو د دغه تاريخي ميراث ساتنه کړې.

نوموړي زياته کړه: ((هر چا تر خپل وسه پورې د دې ګنبدې په ورانولو کې کوښښ کړی، مګر دولت يې د ساتنې په برخه کې څه نه دي کړی.))

حاجي فرهاد پر دولت غږ وکړ، چې د يادې تاريخي ودانۍ چې لرغونتوب يې تر زرو کلونو اوړي، د ساتنې په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي او که چېرې همدا ډول بې تفاوته پاتې شي، نو لرې نه ده چې د ننګرهار ټول تاريخي اثار له منځه ولاړ شي.

همداراز د کابل پوهنتون استاد ازمون هم وايي، چې د شاه فيض الله اغا د تاريخي ګنبدې تر څنګ په ننګرهار کې ګڼ نور تاريخي اثار دي، چې د له منځه تلو په حال کې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په درونټه کې د بودا او زردشت د وختونو هستوپې لرو، خو چا يې د ساتنې په برخه کې تر اوسه څه نه دي کړي.))

نوموړى پر مرکزي دولت غږ کوي، چې يادې سيمې ته دې لرغون پېژندونکي راولېږي، تر څو د ورته ګنبدو او نورو اثارو قدامت څرګند کړي.

د استاد ازمون په وينا، که چېرې دولت غور ونه کړي ، نو درې څلور کاله وروسته به يې نښې هم نه وي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم دا مني، چې په ياده برخه کې د دوی ادارې کوټلي ګامونه نه دي اخيستي ، خو خپلو لوړو مقاماتو ته وړانديز کوي، چې د غزني په څېر دې د ننګرهار لپاره هم بوديجه ځانګړې کړي، ترڅو ساتنه يې وشي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ خپلو لوړومقاماتو ته وړانديز کړى چې تاريخي ميراثونو د ساتنې لپاره دې يو سستم جوړ شي خو تر دې مهاله زموږ وړانديزونوته مثبت ځواب نه دى ويل شوى.))

د شاه فيصل الله اغا تاريخي ګنبده يوه له هغو فرهنګې ميراثونو څخه ده، چې تر دې مهاله يې چا پاڼه نه ده اړولې، دغه ګنبده هغې لويې لارې ته څېرمه ده چې راه کلان نومېده او د بابر پاچا لښکرې به پرې تېرېدې او د بابر د لښکرو دمه ځاى او يو بڼ او تخت هم دلته جوړ شوي دي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.