کندهار (پژواک ١٠ کب ٩١): په کندهار ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو پر ودانۍ د ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوې ده.
په دغه ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال سيد واقف شاه د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، يوه ځانمرګي هڅه کوله، چې د قول اردو پر ودانۍ بريد وکړي، خو د ساتونکو له خوا تر پېژندلو وروسته وويشتل شو.
نوموړى وايي، چې پر ځانمرګي له بريد سره سم هغه ځان ته چاودنه ورکړه، چې له امله يې په خپله ځامرګى وژل شوى او د اردو يو خدمتي سرتېرى تپي شو.
د کندهار ولايت وياند جاوېد فيصل ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې بل چا ته په کې زيان نه درى رسېدلى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن