ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پنجوايي ولسوالۍ کې لا هم ٢٧ ښوونځي تړلي پاتې دي

په پنجوايي ولسوالۍ کې لا هم ٢٧ ښوونځي تړلي پاتې دي

author avatar
3 Mar 2013 - 18:04
په پنجوايي ولسوالۍ کې لا هم ٢٧ ښوونځي تړلي پاتې دي
author avatar
3 Mar 2013 - 18:04

 کندهار ښار (پژواک ١٣ کب ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د يو بل ښوونځي په پرانيستلو سره د پرانيستو ښوونځيو شمېر ١٥ ته لوړ شو، خو لا هم ٢٧ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

 د کندهار ولايت د پوهنې رياست مسوولينو نن (د کب ١٣ مه) د پنجوايي ولسوالۍ په زلخانو سيمه کې د دغې ولسوالۍ د پخواني ولسوال فضل الدين اغا په نوم يو ښوونځى پرانيست.

 د پوهنې رييس شېر اغا ساپي وويل، دغه ښوونځى تېر څو کلونه د نا امنيو له امله تړلى پاتې و، چې نن بيرته پرانيستل شو.

 هغه زياته کړه، چې په روان ښوونيز کال کې، په پنجوايي کې دا نهم ښوونځى دى، چې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل کېږي.

 دى وايي، پنجوايي ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٤٢ ښوونځي لري، چې دا مهال يې ١٥ پرانيستي دي او نور لا هم د يو شمېر ستونزو له امله بند دي، خو ژمنه يې وکړه، چې په نوي ښوونيز کال کې به د دغې ولسوالۍ ټول تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيزي.

 د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزى وايي، چې په ولسوالۍ کې يې اوس مهال امنيت ټينګ شوى او خلک په پر له پسې توګه د ښوونځيو او نورو خدماتو غوښتنه کوي.

 هغه زياته کړه، په نږدې ورځو کې به يو بل ښوونځى هم پرانيزي، خو له خلکو يې وغوښتل، چې د ښوونځيو په ساتنه او د زده کړې لپاره د خپلو اولادونو په لېږلو کې دې مرسته وکړي.

 د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چمتو دي، چې نه يوازې د ښوونځيو لپاره خپلې ځمکې د حکومت په واک کې ورکړي، بلکې ساتنه يې هم وکړي.

 د پنجوايي د زنګ اباد يوه اوسېدونکي حاجي محمد نور پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جګړو، ماينونو او نورو ناخوالو له امله اولادونه له زده کړو بې برخې پاتې شوي، خو نور خلک نه غواړي، چې ماشومان يې له زده کړې بې برخې وي.

 خو هغه شکايت وکړ، چې ډېر پرانيستل شوي ښوونځي لا هم په بشپړ ډول فعاليت نه لري او په بېلابېلو برخو لکه د مسلکي ښوونکو، کتابونو او نورو اسانتياوو نشتوالي کې له ستونزو سره مخ دي.

 هغه له اړوندو مسوولينو وغوښتل، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د تړل شوو ښوونځيو د پرانيستنې تر څنګ په ښوونځيو کې اوسنى حالت هم ښه کړي او دې برخې ته دې پاملرنه ډېره کړي.

 د کندهار د پوهنې رييس شېر اغا ساپى وايي، چې په ولسواليو کې د پوهنې حالت د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي، تر څو ستونزې په تدريجي توګه را کمې کړي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.