کابل (پژواک ١٤ کب ٩١): د ميدان وردګو او غزني چارواکو او د دغو ولايتونو استازو د سلطان بند د رغولو او ورته د برېښنا د توليد د توربينونو لګولو غوښتنه وکړه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې موخه د دواړو ولايتونو ترمنځ ناسته تېر مازديګر ناوخته په ميدان ښار کې ترسره شوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، چې په دې غونډه کې د غزني ولايتي شورا رييس عزيزالله، د دغه ولايت په استازيتوب وويل، چې د اوبو ياد بند ډيره پراخه ساحه لري.
د ده په خبره، که له دغه بند نه د برېښنا ګټه پورته شي، شاوخوا پنځوس زره کورنيو ته برېښنا ورکولوى شي او اوسمهال ترې د غزني ولايت ١٥زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي.
هغه زياته کړه، چې د دغه بند رغولو په اړه يې له فوايد عامې او د اوبو او برېښنا وزارتونو سره هم خبرې کړې، هغوى ژمنې کړې خو د امنيتي ستونزې له امله يې چارې له ځنډ سره مخ دي.
په دې غونډه کې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي وويل، چې ميدان وردګ او غزني
ولايتونه د بيارغونې ډېرو پروژو ته اړتيا لري او دا چې د دغو دواړو ولايتونو زياته اقتصادي برخه په زراعت ولاړه ده، نو د دغو ولايتونو د اقتصادي وضعې د ښه والي په موخه د سلطان بند جوړول خورا مهم دي.
هغه زياته کړه، د اوبو د دغه بند کاسه چې د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې موقيعت لري او اوبه يې د غزني ښار او خواجه عمري ولسوالۍ ته راځي، نو اړينه ده چې د دواړو ولايتونو چارواکي او استازي په اړوندو سيمو کې لومړى د امنيتي وضيعت پر ښه والي کار وکړي.
ده وويل، چې د دغه بند د امنيت له خونديتوب څخه دې وروسته بيا د ځانکړې بوديجې په لګښت د دغه بند د جوړېدو چارې پيل شي.
د يادونې ده، د سلطان بند، چې شاوخوا زر کلن تاريخ لري، دمګړۍ د دوه ميليونه متره مکعب اوبو زېرمه کولو توان لري.
د سلطان بند پر جوړېدو په داسې وخت کې کې خبرې کېږي، چې د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د برېښنا بند چې د هېواد په کچه د برېښنا پنځم لوى بند بلل کېږي او يو مهال يې کابل ته برېښنا هم ورکوله، د نا امنيو او جګړو له امله يې د رغونې چارې په ټپه ولاړې دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن