ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له سکاټلینډ څخه د کرکټ د شل اووریزو لوبو لړۍ وګټله

افغانستان له سکاټلینډ څخه د کرکټ د شل اووریزو لوبو لړۍ وګټله

author avatar
5 Mar 2013 - 06:31
افغانستان له سکاټلینډ څخه د کرکټ د شل اووریزو لوبو لړۍ وګټله
author avatar
5 Mar 2013 - 06:31

کابل ( پژواک ۱۵ کب ۹۱ ) : افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ وګټله .

دا لوبه تیره د متحده عربي اماراتو دشارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د کب په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبې پچه دسکاټلینډ لوبډلې وګټله او لومړی يې پخپله د لوبې یا بیټنګ کولو پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې  د سکاټلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې  او  افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف کیښود.

نوموړی وایي چې دافغانستان له لوري حمیدحسن په زړه پورې لوبه وکړه او د سکاټلینډ څلور لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز افتاب عالم، سمیع الله شینواري او محمد نبي عیسی خیل هم د سکاټلینډ دیوه یوه لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

هوتک وویل چې دافغانستان ملي لوبډله یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په اوولسم اوور  کې ددریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د نوموړي په وینا، دافغانستان له لوري شهزاد محمدي یوځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه ، ددوو شپږیزو په مټ یې ۴۶، کریم صادق ۳۴، نوروز منګل ۲۰ او سمیع الله شینواري ۲۵ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي په پرله پسې دویمه لوبه کې هم دغوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

سبا به دافغانستان او سکاټلینډ ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ هم په شارجه کې پیل شي

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.