لښکرګاه (پژواك ۱۵كب ۹۱) :د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې د هلمند ولايت ٣٩ دولتي ادارې ددې شرکت ٧٧ ميليونه افغانۍ پوروړې دي .
دغه څرګندونې د افغانستان برېښنا شرکت رييس ميرويس عالمي دكب په ۱۵ مه په لښكرګا كې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه که څه هم د کومې ادارې نوم وانخيست، خو زياته يې کړه، چې که دوى خپل پورونه ورکړي، نو په دې ولايت کې د برېښنا شته ستونزې هوارېداى شي او ګټه به يې دولت او عامو خلکو ته ورسېږي.
عالمي وويل چې په نږدې راتلونكو درېيو مياشتو كې د كجكي د برېښنا پروژه هم افغان لوري ته سپارل كيږي ، چې له يوې خوا به چټک كار پرې وشي او له بلې خوا به يې په لګښتونوكې پنځوس سلنه كموالى راشي.
د برېښنا شرکت رييس وايي، چې اوس دوى د هلمند د كجكي او د ګرشك د برېښناپروژو ته جدي پاملرنه اړولې ده چې په ګرشك كې د۷۵ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت كار روان دى چې په بشپړولو سره به يې په دې ولايت کې د برېښنا ټوله ستونزه هواره شي.
د عالمي په وينا ، له بلي خوا يې د جوړ شوي پلان له مخې، د موسى كلا ولسوالۍ ته هم د برېښنا شرکت له بوديجې څخه د۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د مزو غځولو چارې پيليږي.
د هلمند د برېښنارياست رييس انجنير فيض الله په دغه خبري غونډه کې وويل، چې دوى په دې ولايت کې دبرېښنا ټولې ستونزې د برېښنا شرکت له رييس سره شريکې کړي او هغه ورته د هواري ژمنه ورکړه.
نوموړي زياته کړه ، چې اوسمهال نه يواځې چې ځينې دولتي ادارې يې پور وړ ې دي ،ترڅنګ يې د برېښنا د كموالي له ستونزو سره هم مخ دي، چې دوى يې د حل غوښتنه كوي.
د يادولو ده چې درې ورځې وړاندې هم دكجكي ولسوالۍ مامورينو ويلي و، چې ګواكې د كجكي پروژې ته له منظور شويو پيسو څخه ډيره برخه يې دبهرنيانو په معاشونو اولګښتونو مصرف شوې ده .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن