ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شو

author avatar
5 Mar 2013 - 19:31
author avatar
5 Mar 2013 - 19:31

 کندهار ښار (پژواک١٥کب٩١): په کندهار کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شو او په لومړۍ ورځ د ميوند ولسوالۍ ١٣٥جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوکنارو اړولو کمپاين نن له ميوند ولسوالۍ څخه پيل شو، خو په راتلونکو څو ورځو کې به نورو هغو ولسواليو ته هم وغځول شي، چې کوکنار په کې کرل شوي دي.

 هغه زياته کړه، نن د ميوند ولسوالۍ شمال خوا ته د ولسوال، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس او افغان امنيتي ځواکونو له خوا په ګډه سره ١٣٥جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.

 ده وويل، د کوکنارو اړولو کمپاين نن په ښه توګه تر سره شو او امنيتي ځواکونه له هېڅ راز ستونزې سره مخ شوي نه دي.

 د نوموړي په وينا، کندهار ولايت ته سږ کال ٢زره هکتاره ځمکه هدف ورکړل شوى، چې له کوکنارو به پاکېږي، چې دا کچه د تېر کال په پرتله دوه برابره زياته ده.

 د کندهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمدشکران وايي، تېر کال د نشه يي توکو پر وړاندې وزارت ورته ١٠٠٠ هکتاره هدف ورکړى و، خو د وزارت د نه مرستې له کبله هغوى يواځې ٩٢٢ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښتونو څخه پاکه کړه.

 هغه زياته کړه، د وزارت له لوري د امکاناتو د نه ورکړې له امله زيات شمېر کروندګرو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم واوښته، خو سږ کال يې هيله دا ده، چې بيا به هغسې څه نه تکرارېږي.

 د کوکنارو اړولو د کمپاين لومړى پړاو په ميوند، پنجوايي، ژېړۍ، شاوليکوټ ولسواليو او دويم پړاو په سپين بولدک، ارغستان او تخته پل ولسواليو کې پلى کېږي.

 دا هغه ولسوالۍ دي، چې سږ کال په کې کوکنار کرل شوي دي.

 څو ورځې وړاندې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د کوکنارو اړولو د کمپاين لپاره د چمتووالي په يوه غونډه کې وويل، چې په ياد کمپاين کې به ملي اردو او ملي پوليس او د نشه يي توکو د مبارزې اړوند مامورين برخه ولري.

 هغه په کندهار کې د کرل شويو کوکنارو له اندازې پرته وويل، چې اوس په ټولو ولسواليو کې امنيت تامين شوى او داسې هېڅ امکانات نه شته، چې پر مهال يې د کوکنارو اړولو د کمپاين خنډ وګرځي.

 والي په غونډه کې ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ته وويل، د کمپاين پر مهال دې له توپيريز چلند څخه ډډه وکړي او ټينګار يې وکړ، چې دغه کمپاين دې د هغو کسانو له کروندو پيل شي، چې په سيمه کې زورواکي يادېږي.

 په کندهار کې کروندګر تر ډېره بريده کرنيزو محصولاتو ته د بازار د نه شتوالي له امله کوکنار کري او له دولت څخه د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې مرسته غواړي.

 په کندهار کې د فوډ زون پروګرام له کروندګرو سره د مرستې تر ټولو مهم اصل يادېده، خو تر ډېر ځنډ وروسته ولايتي چارواکو خبر ورکړ، چې دغه پروګرام په راتلونکې سپټمبر مياشت کې پيلېږي.

 د کندهار ولايتي ادارې چارواکي وايي، د کوکنارو د کرکيلې د مخنيوي ترڅنګ د دغه بوټي د استعمال او قاچاق په برخه کې هم کلکه مبارزه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي، چې له دې ناوړه او مضر کښت څخه په استفاده افغانستان او افغانان بدنام کړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.