ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې درېيم کال پيل شو

د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې درېيم کال پيل شو

author avatar
6 Mar 2013 - 10:35
د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې درېيم کال پيل شو
author avatar
6 Mar 2013 - 10:35

کابل (پژواک ١٦ کب ٩١): د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې درېيم کال د ولسمشر حامد کرزي پر وينا پيل شو.

دا غونډه نن مخکې له غرمې شاوخوا لس بجې د استاد قاري محمدعلي خسروي هلمندي د کلام الله مجيد د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پرانيستل شوه او وروسته د اردو د بانډو ډلې له خوا ملي سرود واورول شو.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، حامد کرزي او نورو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې څرګنده کړه، چې د روانې تقنيني دورې دويم کال دې پر ستونزو د غلبې کال او د افغانستان د رفاه او پرمختګ کال وي.

هغه زياته کړه، افغانستان په ډېرو حساسو شرايطو کې دى، د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې را روانې دي او امنيتي مسووليتونه هم په ټوليز ډول د بهرنيو له خوا افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

هغه زياته کړه، چې له ترهګرو او اداري فساد سره مبارزه هم جدي پړاوونو ته رسېدلى ده او نړيوالې ټولنې هم خپلې مرستې له افغانستان سره د اداري فساد د له منځه وړلو پر سر مشروطې کړې دي.

ده وويل، چې ولسي جرګه به په روان کال کې له خپلو صلاحيتونو سره سم په يادو برخو کې خپل مسووليتونه پرځاى کړي.

ولسي جرګې د مرغومې په لومړې نېټه خپله ٤٥ ورځنۍ رخصتي پيل کړې وه، چې پرون پاى ته ورسېده.

د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې جوړوي، د شورا د دواړو ناستو کاري موده، په هر کال کې ٩ مياشتې ده، خو د اړتيا پر مهال جرګه کولاى شي، چې دغه موده اوږده کړي.

له همدې مادې سره سم، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې د ولسمشر په ځانګړي امر جوړېداى شي.

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، د ملي شورا او لويې جرګې د غونډو پرانيستل د ولسمشر له ځانګړو واکونو څخه دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.