کابل (پژواک ١٦ کب ٩١): ناپېژانده وسله والو د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې يو ښوونکى وواژه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د سيداباد ولسوالۍ په ملي خېلو سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسله والو د ملي خېلو په سيمه کې د خالد بن وليد لېسې مخې ته ولاړ پر يوه ښوونکي ډزې وکړې او هغه يې ځاى پر ځاى وواژه او بيا وتښتېدل.
نوموړى وايي، چې پوليسو د قاتلينو د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د ښوونکي پر وژل کېدو خواشيني ښودلې او امنيتي ارګانو ته يې د نوموړي د قاتلينو د نيولو امر کړى دى.
تر اوسه د دې وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن