ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو کندهار کې قومي مشر وژلى

author avatar
6 Mar 2013 - 14:45
author avatar
6 Mar 2013 - 14:45

کندهار (پژواک ١٦ کب ٩١): په کندهار ولايت کې د امنيتي پېښو پر مهال يو قومي مشر او د پوليسو يو افسر وژل شوي، يو ملکي وګړى او د ملي اردو يو سرتېرى ټپيان شوي دي.

تېره شپه د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا پر ډزو يو قومي مشر وژل شوى او د هغه ورور ټپي شوى دى.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره شپه اوه بجې د نهمې ناحيې اړوند د حاکم اډې سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، ناپېژانده وسله والو موټرسايکل سپرو پر دوو ملکي وګړو ډزې کړې، چې يو وژل شوى او بل ټپي دى، خو  په دې اړه يې نور معلومات ور نه کړل.

فيصل وايي، تر پېښې وروسته پوليسو دواړه بريد کوونکي له تومانچو او موټرسايکل سره نيولي او پوښتنې ترې پيل شوې دي.

پژواک ته يوې بلې امنيتي سرچينې وويل، چې وژل شوى وګړى محمدهاشم نومېده او د شاوليکوټ ولسوالۍ قومي مشر و، چې له خپل ورور سره کور ته پر لاره و.

دغه راز تېره ورځ مازديګر د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې د ماين چاودنې له امله د نشه يي توکو پر وړاندې د مبازرې مدير عبدالباري وژل شوى او د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو په زنګ اباد سيمه کې د کوکنار اړولو د کمپاين په موخه په پيل شوو عملياتو کې ګڼ ماينونه کشف کړي وو، چې د شنډولو پر مهال يې د پوليسو دغه افسر عبدالباري وژل شوى دى.

هغه په دې پېښه کې د ملي اردو د يوه سرتېرې ټپي کېدل هم ومنل.

طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کندهار کې له تېرې څه مودې را په دېخوا دا د ناامنۍ او ترور لومړۍ پېښې دي، چې په پايله کې يې يو قومي مشر او د پوليسو يو افسر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.