مزارشريف (پژواک ١٧ کب ٩١): په بلخ ولايت کې د شپږ ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د يوې پروژې کار پيل شو.
د دې پروژې د کار د پرانيستې په مراسمو کې د بلخ ولايت د مقام استازي، ولايتي شورا، د افغانستان د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د عمومي رياست او همدارنګه د المان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت (BMZ ) او د ( KFW ) پراختيايي بانک استازو برخه اخيستې وه.
په شمال زون کې د اوبو رسولو لوى رييس انجنير عبدالجميل سليم د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پروژه د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د جرمني په مرسته پيل شوه.
هغه زياته کړه، پر دې پروژې ٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د جرمني له خوا ورکول کېږي او کار به يې په ١٨ مياشتو کې بشپړ شي.
نوموړي وويل، چې د دې پروژې له مخې به دوه ژورې څاه ګانې، يو شمېر د اوبو ذخېرې او درې نيم کيلومتره نل غځونه کېږي، چې د دې ولسوالۍ سلګونو کورنۍ ترې ګټه اخيستلاى شي.
د انجنير جميل په وينا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه هواره شي.
د جرمني د جي. اى. زيټ په نوم موسسې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پنځه بمبې هم لګول کېږي، چې ترې عام خلک ګټه پورته کړي.
سرچينې زياته کړې، چې د المان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت د افغانستان د شمالي ښارونو د لومړي پروګرام په چوکاټ کې د امام صاحب، فيض اباد او بلخ د ښار د اوبو رسولو سيستمونه تمويلوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن