ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو يوې لويې پروژې چارې پيل شوې

author avatar
7 Mar 2013 - 16:11
author avatar
7 Mar 2013 - 16:11

مزارشريف (پژواک ١٧ کب ٩١): په بلخ ولايت کې د شپږ ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د يوې پروژې کار پيل شو.

د دې پروژې د کار د پرانيستې په مراسمو کې د بلخ ولايت د مقام استازي، ولايتي شورا، د افغانستان د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د عمومي رياست او همدارنګه د المان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت (BMZ ) او د ( KFW ) پراختيايي بانک استازو برخه اخيستې وه.

په شمال زون کې د اوبو رسولو لوى رييس انجنير عبدالجميل سليم د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پروژه د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د جرمني په مرسته پيل شوه.

هغه زياته کړه، پر دې پروژې ٦ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي، چې د جرمني له خوا ورکول کېږي او کار به يې په ١٨ مياشتو کې بشپړ شي.

نوموړي وويل، چې د دې پروژې له مخې به دوه ژورې څاه ګانې، يو شمېر  د اوبو ذخېرې او درې نيم کيلومتره نل غځونه کېږي، چې د دې ولسوالۍ سلګونو کورنۍ ترې ګټه اخيستلاى شي.

د انجنير جميل په وينا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه هواره شي.

د جرمني د جي. اى. زيټ په نوم موسسې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې  راغلي، چې د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پنځه بمبې هم لګول کېږي، چې ترې عام خلک ګټه پورته کړي.

سرچينې زياته کړې، چې د المان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزارت د افغانستان د شمالي ښارونو د لومړي پروګرام په چوکاټ کې د امام صاحب، فيض اباد او بلخ د ښار د اوبو رسولو سيستمونه تمويلوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.