هرات ښار (پژواک ١٧ کب ٩١): د هرات ولايت مقام ته نږدې د هغه سټيډيوم مخې ته چاودنه وشوه، چې په کې د ملي جبهې غونډې ته زرګونه کسان راغلي دي.
دا چاودنه نن (د کب ١٧مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د سټيډيوم په سل مترۍ او د ولايت مقام په پنځوس مترۍ کې د يوه موټرسايکل په وسيله شوې ده.
تر چاودنې وروسته په سيمه کې ګډوډي رامنځته خو ساحه د امنيتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوې ده.
په ياد سټيډيوم کې غونډه پيل شوې، خو تر اوسه د ملي جبهې مشران احمدضياء مسعود، حاجي محمدمحقق او فيض الله ذکي چې ټاکل شوې په کې ګډون وکړي، تر اوسه نه دي راغلي.
يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپي شوي دي.
خو د هرات د حوزوي روغتون مدير ډاکټر محمد رفيق شېرزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې چاودنې څلور ټپيان راوړل شوي دي.
هغه د ټپيان ملکي وګړي وبلل او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
تر چاودنې څو دقيقې وروسته په ښار کې د يوې بلې چاودنې غږ هم اورېدلى شوى دى.
په هرات کې د لوېديځ زون پوليسو د قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دويمه چاودنه د ګذرې ولسوالۍ په سرجنګل سيمه کې د لارې پر سر شوې، خو تلفات نه لري.
تر اوسه ددې چاودنو مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن