ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملالۍ بهادري ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه

ملالۍ بهادري ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه

author avatar
9 Mar 2013 - 13:15
ملالۍ بهادري ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه
author avatar
9 Mar 2013 - 13:15

واشنګټن (پژواک ١٩ کب ٩١): د امريکا د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما او د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت افغان مېرمنې ملالۍ بهادري ته د زړورتيا جايزه ورکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د نړۍ يو شمېر ښځو ته، چې د ښځو  د حقونو په برخه کې يې د پام وړ فعاليتونه کړي وي، د زړورتيا جايزه ورکوي.

د دې جايزې لپاره هغه مېرمنې ټاکل کېږي، چې په دې برخه کې يې ځانګړې بهادري او مېړنتوب ښودلى وي او د ښځو د حقونو لپاره يې ډېره مبارزه او خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي.

د دې جايزې لپاره، په ټاکل شوو لسو مېرمنو کې، له افغانستان څخه ملالۍ بهادري هم شامله کړاى شوې ده.

پرون په واشنګټن کې د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغو ښځو ته جايزې ورکړل شوې.

د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د ښځې مېرمن مېشل اوباما او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جان کيري له خوا مېرمن ملالۍ بهادري ته دغه جايزه ورکړل شوه.

دويمه بريدمنه ملالۍ بهادري د افغان ملي پوليسو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې له لومړنيو ښځينه غړو څخه ده، چې اوس هم په ياده برخه کې دنده ترسره کوي او د زړورتيا په خاطر د دې جايزې لپاره نومول شوې وه.

د بهرنيو چارو وزير ملالۍ ته د جايزې تر ورکولو وړاندې وويل: ((په افغانستان کې د نشه يي توکو ضد د قانون د تنفيذ او د روزنې په برخه کې د زړورتيا او مېړانې لپاره؛ د افغانستان د نشه يي توکو  ضد د ملي پوليسو لومړنۍ ښځينه ساتنمنه ملالۍ بهادري د زړورې ښځې په توګه اعلانوو.))

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.