ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم-جلال اباد لارې پوليس له موټرو پيسې اخلي

د تورخم-جلال اباد لارې پوليس له موټرو پيسې اخلي

author avatar
9 Mar 2013 - 15:55
د تورخم-جلال اباد لارې پوليس له موټرو پيسې اخلي
author avatar
9 Mar 2013 - 15:55

جلال اباد (پژواک ١٩ کب ٩١): د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره د سپرليو او بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، چې امنيتي پوستې له دوى څخه غير قانوني پيسې اخلي.

د محمداصف په نوم يوه موټرچلوونکي د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لويو لارو د ساتنې پوستې ترې دوه سوه کلدارې واخيستې.

هغه زياته کړه، دوى مجبور دي پيسې ورکړي او که يې ور نه کړي، نو بيا د پوستو پوليس ورته ستونزې جوړوي.

نوموړى وايي: ((بيا مو د موټر نه ښکته پورته کېږي، کله يوځاى راخلاص کړي او کله بل ځاى، خو پېسې چې ورکړو بيا مو بې له تلاشۍ پرېږدي.))

اصف زياتوي، اکثره وخت له ځينو وړو موټرو هم پيسې اخلي؛ ځکه هغوى په قاچاقي ډول ځينې درمل او نور خوراکي توکي راوړي.

د يو سراچه موټر چلوونکي، چې د سپرلي ترڅنګ يې د درملو يو شمېر کارتنونه هم بار کړي وو، د باريکاب په پوسته کې يوه ساتونکي ته سل کلدارې ورکړې.

هغه زياته کړه: ((ما درمل بار کړي دي، ځکه يې راڅخه سل کلدارې واخيستې.))

نوموړى وايي، که چېرې پيسې ورنه کړي، نو بيا يې نه پرېږدي او دوا يې ګمرک رياست کې ضبط کېږي.

دى وايي: ((يواځې دلته نه اخلي، له تورخم نه چې راځو تر دې ځايه پورې پنځه، شپږ ځايه پيسې ورکوو.))

کله چې پژواک له پيسې اخيستونکي عسکر څخه د پيسو اخيستلو لامل وپوښت، لومړى يې له خبرو کولو ډډه وکړه او بيا يې وويل: ((ده دوا بار کړې او محصول شوې هم نه ده، دا خو غير قانوني کار دى.))

نوموړي د پژواک خبري اژانس د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دوى غير قانوني دوا پرېږدي او په بدل کې يې ترې پيسې اخلي، وويل: ((که زه يې وانه خلم، بل کس يې ترې اخلي او پرېږدي يې.))

د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي ډاکتر ياسين پژواک ته وويل، ډېرى وخت چې امنيتي پېښې رامنځته کېږي، وجه يې د همدې لارو په اوږدو کې د امنيتي پوليسو بډې اخيستل دي.

دى وايي: ((دوى ترې پيسې اخلي او په همدې موټرو کې بمونه او نور چاودېدونکي توکي لېږدوي.))

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال محمدشريف امين وايي، چې د بډو اخيستو په تور يې څو ورځې وړاندې هم د باريکاب د لويې لارې د پوستې پنځلس ساتونکي د قوماندان په ګډون سره يوځاى تبديل کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې برخه کې يې جدي اقدامات کړي او په راتلونکي کې به يې هم کلکه مخه نيسي.

امنيه قوماندان پر ټولو ارګانو غږ کوي، چې د بډو د مخنيوي په موخه دې له دوى سره همکاري وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.