ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پېښور يوه جومات کې چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پېښور يوه جومات کې چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
9 Mar 2013 - 15:05
د پېښور يوه جومات کې چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
9 Mar 2013 - 15:05

اسلام اباد (پژواک ١٩ کب ١٩): د پاکستان د پېښور ښار په يوه جومات کې نن غرمه مهال د يوې چاودنې له امله ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور ښار د پوليسو مشر عمران شاهد د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د  جومات په محراب کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه هغه مهال وشوه، چې لسګونه تنه د پېښور ښار د مينه بازار سيمې په دغه جومات کې د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو.

دى وايي، چې په دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان دي.

خو د وحيدالرحمن  په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې  دا چاودنه د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر په دويم صف کې ولاړ و او د لمانځه په منځ کې يې چاودنه کړې ده.

د نوموړي په وينا، تر چاودنې وروسته هر لوري ته مړه او ټپيان پراته وو، چې د خلکو او پوليسو له خوا روغتونونو ته ولېږدول شول.

د پېښور د لوى ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې دوى ته څلور مړي او ٢٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.