غزني ښار (پژواک ۱۹ کب ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او لس ټپيان دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر له لوري د کب په ١۹مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار د غزني د ګيلان ولسوالۍ د بختيارخېلو په سيمه کې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې، په دې نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان دي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۲۰۳ نمبر تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا شپږم کنډک د منسوبينو او وسله والو طالبانو ترمنځ نن نښته شوې ده.
د سرچينې په وينا: “په دې نښته کې د پنځو پاکستانيو په ګډون ٨ وسله وال ټپيان شوي دي.”
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا د ځواکونو له لوري په غزني او پکتيا ولايتونو کې سل کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او لس ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن