ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنو کې يوازې نايب منشي وټاکل شو

د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنو کې يوازې نايب منشي وټاکل شو

author avatar
10 Mar 2013 - 16:06
د ولسي جرګې اداري پلاوي ټاکنو کې يوازې نايب منشي وټاکل شو
author avatar
10 Mar 2013 - 16:06

کابل (پژواک ٢٠ کب ٩١): د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو په دويمه ورځ يواځې عرفان الله عرفان د دې جرګې د نايب منشي په توګه وټاکل شو او نور کانديدان بيا پاتې راغلل.

تېره ورځ د نايب منشي څوکۍ لپاره د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د بدخشان استازې نيلوفر ابراهيمي او د کابل د خلکو استازې نظيفې ذکي ځانونه کانديد کړي وو، خو بريالي نه شول.

له يادو کسانو عظيمي او ابراهيمي چې ډېرې رايې يې لرلې، نن يو ځل بيا سيالي وکړه خو اړينې رايې يې ترلاسه نه کړې.

وروسته د نايب منشي څوکۍ لپاره د کابل استازي عرفان الله عرفان او د کندهار استازې شکېبا هاشمي ځانونه کانديد کړل.

په کار وه، چې نن هر يوه کانديد د برياليتوب لپاره د جرګې له حاضرو ٢١٩ تنو څخه د ١١٠ تنو موافقې رايې ترلاسه کړې واى.

په پايله کې عرفان الله عرفان بريالى شو چې د ١١٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د نايب منشي په توګه وټاکل شي، خو هاشمي يواځې ٤٧ موافقې رايې ترلاسه کړې.

د نايب منشي د څوکۍ لپاره ٥٠ سپينې او ١٢ باطلې رايې هم کارول شوې وې.

تېره ورځ د لومړي نايب څوکۍ ته د ننګرهار استازو عبدالظاهر قدير او ميرويس ياسيني ځانونه کانديد کړي وو، خو يو هم بريالى نه شو.

نن د دې څوکې لپاره د کابل استازو عبدالحفيظ منصور او عبيدالله کليمزي او د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي ځانونه نوماند کړي وو.

 د ټاکنو په پايله کې د جرګې له ٢١٩ حاضرو غړو ٨٧ يې موافقې رايې منصور، ٦٢ کليمزي او ٢٤ موافقې رايې ايوبي ترلاسه کړې او په دې توګه يو هم بريالى نه شو چې د حاضرو غړو پنځوس جمع يوه رايه واخلي.

ابراهيمي وويل، چې د لومړي نايب د څوکۍ لپاره ٢٩ سپينې او ١٧ باطلې رايې موجودې وې.

هغه زياته کړه، چې سبا به د منصور او کليمزي تر منځ بيا د دې څوکۍ لپاره سيالي وشي.

تېره ورځ د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي ځانونه کانديد کړي وو خو يوه هم ونه ګټله .

د دې څوکۍ لپاره نن د نعمت الله غفاري او امان الله پيمان تر منځ بيا ټاکنې وشوې، خو يو هم بريالى نه شو.

 وروسته د لوګر استازې شکيلا هاشمي، د باميانو استازي عبدالرحمان شيداني، د هرات استازې ناهيد فريد او د غزني استازي محمدعارف رحماني ځانونه کانديد کړل.

هاشمي د ٢١ موافقو رايو، شيداني د ٢٥ موافقو رايو، ناهيد فريد د ٦٠ رايو او رحماني د ٤٧ موافقو رايو په لرلو سره ونه شو کولاى چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي.

د دې څوکې لپاره ٥٠ سپينې او ١٦ باطلې رايې هم کارول شوې وې.

د ولسي جرګې مشر وويل، چې سبا به د ناهيد فريد او عارف رحماني تر منځ سيالي وشي.

تېره ورځ د منشي د څوکۍ لپاره د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال او د پروان د خلکو استازي عبدالستار خواصي ځانونه کانديد کړي وو، خو يو هم موخې ته ونه رسېد.

نن د دې څوکۍ لپاره د کندوز استازي شايسته باز ناصري او د کابل استازي داوود کلکاني ځانونه کانديد کړل، خو ناصري د ٥٦ او کلکاني د ١٠٧ رايو په لرلو سره دغه څوکۍ ترلاسه نه شوه کړاى.

دغو دواړو کسانو ته ٤٠ سپينې او ١٦ باطلې رايې کارول شوې وې.

د ولسي جرګې مشر وويل، چې د دې څوکۍ لپاره به سبا نوي کسان کانديد شي.

د ولسى جرګې روانه يو کلنه دوره تېره چارشنبې پيل شوه.

د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.

دغه راز د دې مادې له مخې، دغه جرګه دوه تنه د لومړي او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.

دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.

 په تېره يو کلنه دوره کې حاجي ظاهر قدير د لومړي نايب، نعمت الله غفاري د دويم نايب، خواصي د منشي او فرهاد عظيمي د نايب منشي په توګه دنده ترسره کوله.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.