ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امريکا دې د افغانانو حساسيتونه درک کړي”

“امريکا دې د افغانانو حساسيتونه درک کړي”

author avatar
11 Mar 2013 - 08:48
“امريکا دې د افغانانو حساسيتونه درک کړي”
author avatar
11 Mar 2013 - 08:48

کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): ولسمشر حامد کرزي د امريکا له دفاع وزير سره د ليدنې پر مهال يو ځل بيا د افغانستان ملي حاکميت ته په درناوي ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې امريکا بايد د افغانستان د خلکو حساسيتونه درک کړي.

له ارګ څخه  د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي بېګا ناوخته د امريکا له دفاع وزير چيک هېګل سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، چې په دې کتنه کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو او په دغو ځواکونو پورې د تړلو ملېشو د عملياتو، د افغانستان له کليو او بانډو د ناټو ځواکونو د وتلو، د ملکي وګړو د تلفاتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليک، د بګرام زندان د بشپړ لېږد او د سولې د بهير په شمول د يوشمېر نورو علاقې وړ موضوع ګانو په اړه خبرې وشوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر حامد کرزي د امريکا د کانګريس له لوري د دغه هېواد د دفاع وزير په توګه د هېګل د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وويله او د دې څوکۍ لپاره يې هغه غوره کس وباله او د برياليتوب هيله يې ورته وکړه.

د امريکا د دفاع وزير له ولسمشر کرزي د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې له ولسمشر کرزي سره ښې اړيکې او پخوانۍ دوستي لري.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دغه اړيکې به د متقابل اعتماد په فضا کې لا ډېر ټينګښت ومومي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال ولسمشر هغې وروستۍ پېښې ته د اشارې په ترڅ کې چې په هغې کې د کندهار پوهنتون يو محصل په  امريکايي ځواکونو پورې د اړوندو کسانو له خوا د پوهنتون له منځ څخه په غير قانوني ډول بيول شوى و، دغه عمل يې د افغانستان ملي حاکميت ته د احترام له اصل څخه سرغړونه وبلله.

ولسمشر ټينګار وکړ، چې بهرني ځواکونه بايد په دې اړه د افغانستان د خلکو حساسيتونه درک کړي.

حامدکرزي څرګنده کړه، چې هر ډول دوه اړخيزې اړيکې بايد د يو بل ملي حاکميت ته د احترام پر اصل ولاړې وي او د دواړو هېوادونو ګټې بايد په کې په پام کې ونيول شي.

سرچينه کاږي، د امريکا د دفاع وزير وويل، چې هېواد يې د افغانستان ملي حاکميت ته احترام لري او يادونه يې وکړه، چې په تېرو کلونو کې تېروتنې شوې دي، خو له دغو تېروتنو د تجربې په اخيستو سره، دواړه لوري بايد د اړيکو او د متقابل اعتماد  د ټينګښت لپاره له پخوا زياته هڅه وکړي.

ده همدا راز څرګنده کړه، چې د افغانستان خلک د احترام او عزت مستحق دي او امريکا به د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

ټاکل شوې وه، چې د امريکا دفاع وزير او ولسمشر کرزى تر ليدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته وينا وکړې، خو په وروستيو شېبو کې دغه کار لغو شو.

پرون د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت ولسمشر کرزي يوې غونډې ته د وينا پر مهال پر امريکا او وسله والو طالبانو سختې نيوکې وکړې.

ولسمشر کرزي وويل، چې د طالبانو له خوا په کابل او خوست کې بريدونه په اصل کې امريکا ته خدمت و.

هغه زياته کړه، چې دلته پر امريکايانو بريدونه کوي، خو هره ورځ په قطر او اروپا کې دواړه لوري  په خبرو بوخت وي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.