ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اووه وسله وال د خپل ماين چاودنو وژلي

اووه وسله وال د خپل ماين چاودنو وژلي

author avatar
11 Mar 2013 - 15:29
اووه وسله وال د خپل ماين چاودنو وژلي
author avatar
11 Mar 2013 - 15:29

کابل (پژواک ٢١ کب ٩١): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په هلمند او کندهار ولايتونو کې اوه وسله وال طالبان د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

په کابل کې د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د هلمند د نهراج ولسوالۍ په يوه کور کې د ماين چاودنې له امله شپږ مخالفين وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې وسله والو مخالفينو په دغه کور کې ماينونه ساتلي وو او غوښتل يې د ورانکاره کړنو په موخه يې په لويو لارو کې ځاى پرځاى کړي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې په دې چاودنه کې يو شمېر نور مخالفين ټپي شوي هم دي، خو کره شمېر يې نه دى ښودلى.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم دوو وسله وال مخالفينو ته د خپل ماين په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.