ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست پنځو دولتي ادارو ته نوې ودانۍ جوړې شوې

author avatar
11 Mar 2013 - 16:52
author avatar
11 Mar 2013 - 16:52

خوست ښار (پژواک ٢١ کب ٩١): د خوست ولايت د پنځو رياستونو لپاره جوړې شوې نوې ودانۍ د کب په ٢١مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

دغه ودانۍ د خوست ښار لوېديځ لوري ته د اداري کمپلېکس په سيمه کې جوړې شوې، چې د پرانيستې په مراسمو کې يې والي او ګڼ شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د يادو ودانيو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او اقتصاد رياستونو، د احصايې او مخابراتو د پوسته خانې  امريتونو لپاره جوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې پر دغو ودانيو نږدې ۲۹ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند وزارتونو له لوري ورکړل شوى دی.

نعيمي وايي، چې د دغو ودانيو په بشپړېدو د يادو دولتي ادارو د ودانيو ستونزه هواريږي او پخوا يې په کرايې کورونو کې فعاليت کاوه.

هغه زياتوي، چې په دغو ودانيو کې ټول هغه امکانات په پام کې نيول شوي، چې ادارې ورته اړتيا لري.

د خوست د اقتصاد رييس انجنير حامد شاه پژواک اژانس ته وويل، چې ادارې ته يې نوې او عصري وداني جوړه شوه، چې په دې سره به يې په کارونو کې نور هم ښه والى راشي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.