هرات ښار (پژواک، ٢١ کب ٩١): د هرات ولايت مقام خپلو اړوندو ولسوالانو ته خبردارى ورکړ، که په خپلو سيمو کې د کوکنارو د کر مخه ونه نيسي، نو له دندو ګوښه او عدلي ارګانونو ته به معرفي شي.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري، نن په يوې خبري غونډه کې وويل، چې د ولايت مقام په ليکلې بڼه د هرات له ١٥ ولسوالانو څخه تضمين اخيستى، چې د نشه يي توکو د کښت مخنيوى به کوي.
ده زياته کړه، مخکې له دې چې مرکزي اداره د کرل شويو کوکنار د کښت په اړه اقدام وکړي، د ولسواليو اړوند مسوولين دې هغه له منځه يوسي.
د هغه په وينا: “که په هرې ولسوالۍ کې د يو جريب په اندازه کوکنار وليدل شي، نو نه يواځې اړوند ولسوال او امنيه قوماندان به دنده له لاسه ورکړي، بلکې عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.”
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د وروستي راپور پربنسټ، چې د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې “UNODC” په اعتبار يې خپور کړى، راغلي چې په هرات کې سږ کال د تېر کال په پرتله زيات کوکنار کرل شوي دي.
تېر کال په هرات کې درې نيم زره جريبه ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو، خو مسوولينو يې په خپل وخت کې د له منځه وړلو ادعا کړې وه.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن