کابل ( پژواک ٢٢ کب ٩١ ) : د ماليې وزارت وايي، چې د نشه يي توکيو يو تن قاچاقچي له ٨٥٠ ګرامه نشه يي توکيو سره نيول شوى دى.
ددغه وزارت لخوا د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دغه تن نن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ګمرک د موظفينو لخوا نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې ، چې دغه قاچاقچي سيد محمد نومېږي او د لغمان ولايت اوسېدونکی دی.
د ماليې وزارت وايي، چې له دغه تن سره د افغانستان د يوه خصوصي هوايي شرکت ټکټ و او غوښتل يې، چې ياد نشه يي توکي له کابل څخه د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته يوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې نيول شوى تن کېداى شي د نشه يي توکيو د کومې مافيايي ډلې غړى وي او د نورو پلټنو لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ته سپارل شوى دى.
د ماليې وزارت وايي ، چې د صادراتو او وارداتو د ښې څېړنې او کنټرول لپاره يې په ګمرکونو کې د سکن عصري ماشينونه نصب کړي، چې په دې برخه کې د خپلو کارکوونکو مسلکي او کاري وړتياوې لا پياوړې کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن