ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Mar 2013 - 10:56
اروزګان کې ٢٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Mar 2013 - 10:56

کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): په سوېل کې د ملي اردو ځواکونه وايي، چې په اروزګان ولايت کې يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٢٢ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥  اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات پرون د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د ٧٣ اتل اميد په نوم په ترسره شوو دغو عملياتو کې  ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپي شوي دي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د وژل شوو طالبانو جسدونه او يو شمېر وسلې او مهمات د جګړې په ميدان کې پاتې دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.