اسعداباد (پژواک، ٢٣ کب ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت يوې علني محکمې يو تن په اعدام محکوم کړ او دوو تنو ته يې د بند سزا واوروله.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې د وژلو په تور د هغې خاوند، بن او زوى يې د پوليسو له خوا څه موده مخکې نيول شوي وو، چې نن (د کب ٢٣مه) درې واړه په يوې ډاګيزې محکمه کې محاکمه شول.
د دغو کسانو د دوسيو د څېړلو څارنوال فضل ربي د محکمې پرمهال وويل، د څېړنو پرمهال د فضل اکبر په نوم د مقتولې مېرمنې زوى اقرار کړى، چې د نسرين په نوم ميره مور يې وژلې، خو پلار (غلام اکبر) او مور (شميره) په دې قتل کې لاس نه لري.
څارنوال، فضل اکبر ته د اعدام سزا غوښتنه وکړه، خو غلام اکبر او شميرې ته يې له يوې مياشتې تر يوه کاله پورې د بند د سزا غوښتنه وکړه.
د تورنو مدافع وکيل توريالی مقنن وويل: “زما موکل فضل اکبر نه غوښتل چې قتل وکړي، خو قتل ترې شوی او خپله پرې اقرار هم کوي.”
هغه له قضايه هيئت څخه فضل اکبر ته د رعايت، غلام اکبر او شميرې ته د برائت غوښتنه وکړه.
خو د محکمې پرمهال د مقتولې نسرين د کورنۍ غړو بيا ياد درې واړه کسان په قتل کې شريک ګڼل او د هغوى د اعدام غوښتنه يې کوله.
د قضايه هيئت مشر قاضي عبدالواحد د ټولو خواوو د شواهدو او دلايلو تر اورېدو وروسته فضل اکبر ته د اعدام سزا واوروله، د هغه مور شميره په ١٦ کاله بند او غلام اکبر په ٦ کاله بند محکوم کړل.
ده وويل، چې دا وروستۍ پرېکړه نه ده او محکومين کولى شي د استيناف غوښتنه وکړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن