ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ١٣زره نجونې له زده کړو بې برخې دي

د خوست ١٣زره نجونې له زده کړو بې برخې دي

author avatar
14 Mar 2013 - 14:42
د خوست ١٣زره نجونې له زده کړو بې برخې دي
author avatar
14 Mar 2013 - 14:42

خوست ښار (پژواک ٢٤ کب ٩١): د خوست د پوهنې رييس د حساب ورکونې په غونډه کې په ډاګه کړه، چې په دغه ولايت کې ١٣ زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د خوست ولايت مقام په سپارښتنه د دغه ولايت د ټولو دولتي ادارو رييسان او مسوولين به د خپلو اړوندو ادارو په اړه د حساب ورکونې په لړ کې رسنيو ته معلومات ورکوي.

د خوست د پوهنې رييس بختنور بختيار د کب په ٢٤مه، په دې لړ کې د مدني ټولنې او د رسنيو استازو ته وويل، چې په روان لمريز کال کې په خوست کې ۱۳ زره نجونې له دې له امله له زده کړو بې برخې پاتې شوې،  چې خلکو تش په نوم ټولګي جوړ کړي وو.

هغه زياته کړه، د دغه کال په پيل کې د پوهنې رياست په پام کې لري د خوست په هر کلي او سيمه کې د نجونو لپاره ټولګي جوړ او زده کړې ورکړي.

بختيار  وايي، چې په همدې موخه د خوست په ټولو ولسواليو کې زرګونو نجونو ته ټولګي جوړ شول.

د هغه په خبره، کله چې څارنه يې پيل شوه او د خلکو نظرونه يې واخيستل، نو دې پايلې ته ورسېدل، چې په ډېرو سيمو کې د نجونو په نوم ټولګي تش د کاغذ له مخې جوړ شوي او زده کوونکي يې نه درلودل.

د پوهنې رييس وايي، چې دوى سمدستي دغه تش په نوم ټولګي لغوه اعلان کړل او له امله يې ١٣ زره نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شول.

خو نوموړي ټينګار وکړ، چې راتلونکی کال به دا مسئله بيا نه تکراريږی او زرګونه نجونې به ښوونځيو ته جذب شي.

هغه د خوست له مدنې ټولنې، ژورنالېستانو، قومي مشرانو او علما کراموڅخه وغوښتل، چې د دغه ولايت د ښوونې او روزنې په پياوړتيا کې ورسره مرسته وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.