هرات ښار (پژواک ٢٤ کب ٩١): په هرات کې د کب د ٢٤مې خونړۍ پېښې د ياد غونډې ګډونوالو پر حکومت او د مجاهدينو پر مشرانو نيوکه کوله، چې قدرت ته په رسېدو يې د وژل شويو کسانو او مجاهدينو هيلې هېرې کړې دي.
د ١٣٥٧ لمريز کال پر مهال د وخت د شوروي اتحاد د ګوډاګي ترکي رژيم ځواکونو د کب په ٢٤مه په هرات ښار کې د خلکو پر سوله ييز لاريون بريد کړى و او شاوخوا ٢٤زره بې ګناه هېواد وال يې ووژل.
د هرات د زرګونو اوسېدونکو او د يادې پېښې د قربانيانو د کورنيو په شتون کې نن (د کب ٢٤مه) ياده پېښه په هرات ښار کې د وژل شويو کسانو د ډله ييز قبر ترڅنګ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
يو شمېر ګډون ال له خپلو کورنيو سره راغلي وو او د وژل شويو کسانو انځورونه يې هم له ځانه سره لرل، پر حکومت او د مجاهدينو پر مشرانو يې نيوکه کوله، چې د مجاهدينو او د وژل شويو کسانو هيلې يې له ياده وېستلې دي.
د هرات ښاروال محمدسليم ترکي، چې د دې غونډې يو له سمبالوونکو څخه و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وخت کمونستي رژيم وژل شوو کسانو ته د حکومت د مخالفينو نوم ورکړى و، په داسې حال کې چې هغوى بې ګناه ښاريان وو او د خپلو حقوقو لپاره يې لاريون کړى و.
هغه زياته کړه، چې د وخت حکومت د وژل شوو جسدونه د خواجه صاحب عبدالله انصار زيارت څېرمه د پخوانۍ فرقې شا ته د غره يوې کنده کې لوڅ پرېښودل، خو د مجاهدينو تر بريا وروسته ياد اجساد په همدې سيمه کې تر ښيښې لاندې د جهاد د يوه ثبوت په بڼه نندارې ته پرېښول شول.
د نوموړي په وينا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هغوى دغه جسدونه انساني کرامت ته د درناوي په خاطر په پنځو لويو ډله ييزو قبرونو کې تر خاورو لاندې پټ او دفن کړل.
د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي په خپلو خبرو کې خلکو ته وويل، چې اوسنى حکومت او خپلواکي د کب د ٢٤مې د شهيدانو او مجاهدينو د هلو ځلو پايله ده او حکومت د دغو شهيدانو او د هغوى کورنيو ته درناوى لري.
خو ۴۵ کلن شېرخان، چې د جهاد پر مهال يې د شينډنډ په نښته کې دواړه پښې پرې شوې دي، او پر څلور ټايره بايسکل دې غونډې ته راغلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((زه ماشوم وم، چې په هرات ښار کې د کب په ٢٤مه مې د پلار د شهادت خبر ترلاسه کړ.))
دى وايي، چې هر کال دلته د دغو شهيدانو د کاليزې غونډې ته راځي او دا انګېري چې پلار يې ژوندى دى او ورسره خواله کوي.
د هغه په وينا: ((ما هم په همدې لاره کې خپلې دوه پښې له لاسه ورکړې دي، خفه نه يم، موږ د خداى د رضا لپاره دغه کار کړى، خو مشرانو او حکومت موږ هېر کړي يو.))
د شېرخان په وينا، مشرانو او حکومت د شهيدانو پر وينو لوبې او تجارت وکړ او د خپلو شخصي اهدافو لپاره يې وکارول.
د غونډې ګڼ شمېر وينا والو او ګډونوالو حکومت پر اداري فساد، ملت ته په نه پاملرنې او د خلکو د ستونزو په نه هوارۍ تورن کړل.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن