غزني ښار (پژواک ۲۴ کب ۹۱): د غزني د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې دوى ته د دوو سيمه ييزو پوليسو جسدونه وروړل شوي دي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه يې روغتون ته د دوو سيمه ييزو پوليسو مړي، چې پر ډزو وژل شوي، وروړل شوي دي.
ده زياته کړه، دغه پېښه د غزني ښار د درېيمې حوزې اړوند د تېلو يوه ټانک ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
په سيمه کې يوه عيني شاهد الفت پژواک اژانس ته وويل: “دوه سيمه ييز پوليس دلته ولاړ وو، چې دوه په موټرسايکل سپاره کسان راغلل او هغوى يې ووژل.”
وسله والو طالبانو د دغو پوليسو د وژنې مسووليت منلى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، نن غرمه يې د غزني ښار اړوند د درېيمې حوزې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان عبدالسلام له خپل يوه ساتونکي سره وژلى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن