ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ډېزلو بيه لوړه شوې

کابل ښار کې د ډېزلو بيه لوړه شوې

author avatar
14 Mar 2013 - 16:21
کابل ښار کې د ډېزلو بيه لوړه شوې
author avatar
14 Mar 2013 - 16:21

کابل (پژواک ٢٤ کب ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډېزل تېلو بيه لوړه شوې، خو د ډالر او سرو زرو بيې نسبتاً ټيټې شوې دي. 

د کابل ښار د خوراکي توکو د سودا ګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٢٤ کيلويي بورۍ پاکستانۍ سېله وريجو بيه ١٦٨٠ افغانۍ، ٤٩ کيلويي بورۍ پاکستاني اوړه په ١١٥٠ افغانۍ او د ٥٠ کيلويي پاکستانۍ بورې عمده بيه ١٧٠٠ افغانۍ ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو پنځه لېتره پيپ مومن غوړي په ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥  افغانۍ دى.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په کارته سه کې، د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٠٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ١٩٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د سون توکو له ډلې يوازې د ډېزل تېلو بيه لوړه شوې او نور ډېرى سون توکي پر خپل حال پاتې دي.

د تايمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک يوه کار کوونکي محمدجاويد وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٥٦ افغانۍ څخه ٥٨ افغانيو ته لوړه شوې، خو د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه لېتر پټرول تېلو بيه ٥٧ افغانۍ ده.

دغه راز د تايمني د درېيم سړک يو ګاز پلورونکى محمدشريف وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

د تېرې اونۍ په څېر، لرګيو هم کوم بدلون نه دى کړى.

د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر  يو خروار ارچه لرګي په  ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار بلوط لرګي په ٧٠٠٠  افغانۍ  پلوري.

خو د تېر پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار، د سروزرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، نن د تېرې اونۍ په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٣٥٠ افغانۍ څخه ٢٣٠٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر له ٢٠٠٠ څخه ١٩٠٠ افغانۍ ته را غورځېدلي دي.

هغه په کابل ښار کې د سرو زرو د رالوېدو يواځېنى علت په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو راغورځېدل په ګوته کړل.

د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت هم لږ راټيټ شوى دى.

د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٣،٢٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو هغه ٥٣٢ افغانۍ ده.

تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٣،٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په٥٣٢ افغانۍ وې.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.