ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني شبکې اود کويټې شورا په ګډه پر کابل ښار د ډله ييز ځانمرګي بريد پلان جوړ کړى وو

author avatar
15 Mar 2013 - 15:59
author avatar
15 Mar 2013 - 15:59

کابل (پژواک٢٥کب٩١): د ملي امنيت عمومى رياست وايي، پر کابل ښار د ډله ييزځانمرګي بريد پلان ، چې دوه ورځې وړاندې يې شنډ کړ، د حقاني شبکې او کويټې شورا په ګډه له افغانستان څخه بهر جوړ کړى وو.

د ملي امنيت رياست مرستيال وياند شفيق طاهري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ددې رياست منسوبينو دوه ورځې مخکې د شپې ناوخته د کابل د ١٦ ناحيې په الوخيلو سيمه کې عمليات وکړل، چې پنځه ځانمرګي يې ووژل او دوه نور يې ونيول او په دې توګه يې په کابل کې د خونړي بريد مخه ونيوله.

طاهري زياته کړه:” په رښتيا چې دغه پلان ډېرې پوهې، مهارت سره په مرموز او پيچلي ډول جوړ شوى و ، د افغانستان د اسلامي جمهوريت دوو پياوړو مخالفو شبکو پر خپل دې شوم او تروريستې پلان په ګډه کار کړى و ، هم د حقاني شبکې او هم د کويټې شورا.”

دده په خبره، دغه پلان له افغانستان څخه بهر طرحه شوى و .

د ملي امنيت رياست وياند وايي ، چې له بريد کوونکو ٧٨٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه ميله پيکا او دوه ميله راکټونو ترڅنګ ډېره اندازه وسله او لاسي بمونه يې ترلاسه کړي دي.

 هغه وويل ، چې چاودېدونکي توکي د سمنټو په بوريو کې په لارۍ موټر کې ځاى پرځاى شوي وو، چې د چاودېدو په صورت کې د کابل ښار ١،٥ کيلومتر مربع ساحه په بشپړ ډول له منځه تلله.

د ملي امنيت رياست چارواکو دوه تنه نيول شوي کسان او له هغوى څخه ترلاسه شوي چاودېدونکي توکي خبريالانو ته وښودل.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته ددې کسانو د هويت په اړه وويل ، چې دغه کسان  جعلي تذکرې لري.

 دده په خبره ، يادو کسانو په کابل کې ښار کې د بريد نيت درلود، خو د موخې په اړه يې ځکه څه ونه ويل ، چې په دومره لويه پيمانه چاودېدونکي توکي، کولى شي ډېره پراخه سيمه ويجاړه کړي.

د طاهري د معلوماتو له مخې ، په نيول شوي موټر بمب کې د نورو موټر بمونو په پرتله ١٦ ځله ډېر چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.