ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امير شهيد بڼ د چا شخصي ملکيت نه دى”

“د امير شهيد بڼ د چا شخصي ملکيت نه دى”

author avatar
16 Mar 2013 - 14:36
“د امير شهيد بڼ د چا شخصي ملکيت نه دى”
author avatar
16 Mar 2013 - 14:36

جلال اباد (پژواک ٢٦ کب ٩١): په ننګرهار کې مېشت فرهنګيان او د مدني ټولنو استازي وايي چې د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ هنديه د امير شهيد باغ د ملکيت او يا هم ترې د دېوال تاوولو حق نه لري.

د امير شهيد باغ، چې په کې د غازي امان الله خان مزار هم دى، پر سر ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، کله چې يوه تن په دغه باغ کې د دېوال جوړولو چارې پيل کړې.

تېره اونۍ د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو د پوليسو په مرسته دغه دېوال ونړاوه او ادعا يې کوله، چې د غازي امان الله خان کورنۍ يو وکيل نيولى او هغه غواړي دغه باغ خرڅ کړي.

که څه هم د غازي امان الله خان لور هنديه دغه ادعا ردوي او زياتوي چې دوى د باغ د پاکۍ او امنيت لپاره د دېوال جوړولو پرېکړه کړې ده.

خو د ننګرهار د مدني ټولنې استازي او فرهنګيان بيا وايي، چې د هنديې له لورې د يوه وکيل غوره کېدل به په راتلونکي کې ګڼې ستونزې راپېدا کړي.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي رييس پوهنمل ببرک مياخېل د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امير حبيب الله خان تر مړينې د مخه د امير شهيد باغ د ګلف ميدان و، خو کله چې امير ووژل شو نو له هغې وروسته نوموړى د ګلف په ميدان کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه زياته کړه: ((دا ځمکه په رسمي اسنادو کې ښاروالۍ ته سپارل شوې او دا عامه ملکيت دى.))

مياخېل وايي، چې ياد بڼ يواځې د شهزادګۍ هنديه پورې تړاو نه لري؛ ځکه دلته نور اميران هم خاورو ته سپارل شوي او دا بڼ عامه ملکيت دى.

د جلال اباد ښار د خلکو د شورا رييس ډاکټر مسعود ساپى وايي، چې د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ هنديه له لورې د امير شهيد د بڼ لپاره د شرعي وکيل ټاکل يوه غير قانوني هڅه ده.

دى وايي، چې دا بڼ د غازي امان الله خان د کورنۍ شخصي ملکيت نه دى او نه به په راتلونکي کې شي.

ساپي زياته کړه: ((دا خو دا مانا نه لري چې د چا پلار دې په کوم ځاى کې خښ شي هغه به د هغوى شخصي ملکيت وي.))

ډاکټر مسعود وايي، دوى به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې دا بڼ وپلوري او زياتوي چې يو شمېر ګونګوسې يې اورېدلي چې دغه ځمکه د غازي امان الله خان د کورنۍ له لوري په پټه پلورل شوې ده.

د مدني ټولنې فعال محمدهاشم دراني پژواک ته وويل، چې د غازي امان الله خان د لور شهزادګۍ هنديه له لوري د ډاکټر نېک محمد شرعي وکيل ټاکل غير قانوني چاره ده.

د هغه په وينا، ياده ځمکه عامه ملکيت دى او کورنۍ يې دا حق نه لري چې په دې ځمکه کې کار ولري.

نوموړي زياته کړه: ((شهزادګۍ هنديه نوره زړه شوې ده او کېداى شي په راتلونکي کې دا وکيل له وخت نه استفاده وکړي او خرڅ يې کړي.))

ډاکټر نېک محمد، چې له ځان سره شرعي وثيقه لري، تېره اونۍ پژواک ته ويلي وو، چې نوموړى د غازي امان الله خان د کورنۍ وکيل دى او دوى غواړي چې په ياد بڼ کې د بيارغونې کارونه وکړي.

نوموړى وايي: ((موږ لومړى دلته بيارغونه کوو او له هغې وروسته که کورنۍ يې ځمکه خرڅوي او که هر څه پرې کوي، دا د هغوى کار دى.))

بلخوا د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى هم وايي، چې دغه ځمکه په دولت پورې اړه لري او وايي چې هېڅوک دا حق نه لري چې د امير شهيد له بڼ څخه دې شخصي استفاده وکړي او يا دې يې هم خرڅه کړي.

نوموړى وايي: ((قانون کې راغلي، تر ٣٧کلونو پورې چې کومه ځمکه له دولت سره پاتې کېږي بيا يې حق نه لري.))

د ده په خبره، چې ياده ځمکه د غازي امان الله خان د مقبرې لپاره اعزازي ورکړل شوې وه، نو کورنۍ يې د خرڅ حق نه لري.

د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هنديه وايي، چې د جلال اباد په امير شهيد بڼ کې يو شمېر په نشه يي توکو روږدي کسان نشه يي توکي استعمالوي او پاکوالي ته هېڅ پام نه کوي.

نوموړې د جمعې په ورځ رسنيو ته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه بڼ د دوى شخصي ملکيت دى او هر څه چې په کې کوي دوى يې د کولو حق لري.

نوموړې وايي: ((موږ دا ځمکه نه خرڅوو او نه يې خرڅ فکر لرو، خو دا زموږ شخصي ملکيت دى.))

شهزداګۍ وايي، چې د بڼ څخه دېوال چاپېرول د دوى د کورنۍ پرېکړه ده، تر څو د نشه يانو او د نشه يي توکو د قاچاقيانو مخنيوى وشي.

هنديه ولايتي اداره بې کفايته بولي او وايي، که چېرې ولايتي اداره په خپله د دغه بڼ ساتنه وکړي او له پاکوالي څخه يې ساتنه وکړي، نو دوى به هېڅکله هم له دغه بڼ څخه دېوال نه واى تاو کړى.

شهزادګۍ وويل، يو شمېر خلک د دوى له ځمکې استفاده کوي او ځينو يې استفاده کړې او په کار ده چې ولايتي اداره يې مخه ونيسي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.