کندهار ښار (پژاک، ٢٦ کب ٩١): د امريکا سفارت د کندهار له پوهنې رياست سره د ٧٤زرو بېلا بېلو کتابونو مرسته وکړه.
په دې اړه د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې ګډه خبري غونډه جوړه شوې وه، چې په کې په سوېل کې د امريکا سفارت استازي جانتن اډلټن او د کندهار د پوهنې رييس شېراغا ساپي ګډون کړى وو.
جانتن اډلټن وويل، د کندهار له زده کوونکو سره د مرستې په موخه يې ٧٤زره کتابونه چمتو کړي، چې ٤٢زره يې درسي او ٣٢زره يې د ماشومانو د ازادې مطالعې لپاره دي.
هغه زياته کړه، دغه کتابونه به د ښوونځيو پر ماشومانو ووېشل شي، چې د هغوى په ازاده مطالعه کې به ډېر ګټور ثابت شي.
د نوموړي په وينا، په کندهار کې به د غير مسلکي ښوونکو د روزلو په برخه کې هم مرسته وکړي، ځکه دغلته زيات ښوونځي د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي وويل، هڅه کوي په دغه ولايت کې د پوهنې د پياوړتيا ترڅنګ د برېښنا او روغتيا په برخو کې خپلې مرستې اوږدمهالې کړي.
د کندهار د پوهنې رييس شېراغا ساپي د امريکا سفارت له ملکي استازي مننه وکړه، چې د ښوونيز بهير د پياوړتيا په موخه ورسره مرسته کوي.
هغه وويل، د کندهار په پوهنېز بهير کې ګڼې ستونزې شته، چې د مرسته کوونکو ادارو د هڅو په پايله کې به له منځه ولاړې شي.
د نوموړي په وينا، اوسني مرسته شوي کتابونه به د کندهار ښار ترڅنګ په يو شمېر ولسواليو کې د لومړي، دويم او درېيم ټولګيو زده کوونکو ته ورکړي.
د پوهنې رييس وويل، په دې وروستيو کې د مرسته کوونکو ادارو په مټ توانېدلي، چې د کندهار په ښوونځيو کې د کتابونو د نه شتوالي ستونزه ٩٥ سلنه هواره کړي.
څو مياشتې وړاندې د يو شمېر دولتي او غير دولتي ادارو په مرسته د کندهار شاوخوا شپږ زره زده کوونکو ته قرطايسه هم ورکړل شوې وه.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن