ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي

غزني کې څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي

author avatar
17 Mar 2013 - 10:52
غزني کې څلور تنه په مرموز ډول وژل شوي
author avatar
17 Mar 2013 - 10:52

غزني ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١): چارواکي وايي، چې تېره شپه په غزني ښار کې څلور کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند فضل سباوون د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړوند د زرګرو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ناپېژانده کسانو په دې سيمه کې څلور تنه وژلي، مړي يې په سيمه کې پرېيښي او په خپله تښتېدلي دي.

د نوموړي په وينا، وژل شوي د شمالي ولايتونو اوسېدونکي دي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

خو سباوون وويل، دا تر اوسه نه ده معلومه، چې دغه کسان د چا له خوا او د څه لپاره وژل شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار دوى ته څلور مړي وروړل شوي چې په مرميو ويشتل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې تر  اوسه د وژل شوو کسانو کورنۍ نه دي پيدا شوې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.