خوست ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١): د خوست د ښار جوړولو رييس وايي، چې په دغه ښار کې ډېرۍ ودانۍ د دوى له اجازې پرته په غير قانوني توګه جوړېږي.
د خوست د ښار جوړولو رييس انجنير يوسف دغه څرګندونې د کب په ٢٧مه د حساب ورکونې اونۍ په ترڅ کې د رسنيو استازو او د مدني ټولنې غړو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.
هغه وويل، چې خوست پخوا ولسوالي وه، خو اوس چې ولايت ته بدل شوى، نو پراختيا ته ډېره اړتيا لري.
د نوموړي په وينا، د ښاري پراختيا وزارت د تګلارې له مخې، هر هغه څوک چې په ښارونو کې نوې ودانۍ جوړوي ، اړ دی چې د سړکونو پراخوالي ته په پام سره اته متره له سړک لرې خپله ودانۍ اباده کړي.
انجنير يوسف وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې خوست ښاريان د رياست له پلان نه سرغړونه کوي او پر خپل سر د پخوانۍ نقشې له مخې چارې پر مخ بيايي.
نوموړي زياته کړه، د پلان له مخې، د ودانۍ مسوول په دې هم مکلف دی، چې پارکېنګ او په ودانۍ کې ټول هغه امکانات، چې د اړتيا پر مهال ترې ګټې پورته کېږي، ولري.
دی وايي، چې د ودانيو خاوندان د دوی خبرو ته هېڅ غوږ نه نيسي او چارې په خپله خوښه پر مخ وړي.
د ښاري پراختيا رييس همدا راز وويل، چې په دې اړه يې څو ځلې امنيتي ارګانونو ته رسمي خبر ورکړی، خو چا يې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی.
د انجنير يوسف په وينا، په ښار کې پر خپل سر د ودانيو جوړول به ډېر ژر ډېرې ستونزې را ولاړې کړي او بيا به يې مخه نيول ګران کار وي.
د حساب ورکولو د اونۍ په لړ کې د خوست ښاروال انجنير محمدشريف هم د خپلې ادارې په اړه معلومات ورکړل.
هغه په خپل راپور کې وويل، چې د خوست ښار په زړه د مرکزي چوک په سيمه کې يوشمېر کسانو د ښاروالۍ ځمکې غصب کړې دي.
د نوموړي په وينا، هغه کوڅې چې پخوا د ښاروالۍ له لوري هټيو ته د مالونو د داخلېدو په موخه پرېښودل شوې وې، دا مهال پرې ودانۍ ابادې شوې دي.
انجنير شريف وويل، چې څو ورځې وړاندې هم يوه کس غوښتل، چې د ښاروالۍ ځمکه په خوست ښار کې پر خپل ملکيت واړوي، خو دوی يې مخه ونيوله.
هغه زياتوي، چې د دې چارې د مخنيوي په اړه د ولايت مقام په هدايت يو کمېسيون ټاکل شوی، ترڅو د ښاروالۍ ځمکې تثبيت او پرې جوړې شوې ودانۍ ونړوي.
د خوست د فوايد عامې رييس هم خپل راپور وړاندې کړ.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن