ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست ښار کې ناقانونه ودانۍ جوړيږي

په خوست ښار کې ناقانونه ودانۍ جوړيږي

author avatar
17 Mar 2013 - 16:48
په خوست ښار کې ناقانونه ودانۍ جوړيږي
author avatar
17 Mar 2013 - 16:48

خوست ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١): د خوست د ښار جوړولو رييس وايي، چې په دغه ښار کې ډېرۍ ودانۍ د دوى له اجازې پرته په غير قانوني توګه جوړېږي.

د خوست د ښار جوړولو رييس انجنير يوسف دغه څرګندونې د کب په ٢٧مه د حساب ورکونې اونۍ په ترڅ کې د رسنيو استازو او د مدني ټولنې غړو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.

هغه وويل، چې خوست پخوا ولسوالي وه، خو اوس چې ولايت ته بدل شوى، نو پراختيا ته ډېره اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، د ښاري پراختيا وزارت د تګلارې له مخې، هر هغه څوک چې په ښارونو کې نوې ودانۍ جوړوي ، اړ دی چې د سړکونو پراخوالي ته په پام سره اته متره له سړک لرې خپله ودانۍ اباده کړي.

انجنير يوسف وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې خوست ښاريان د رياست له پلان نه سرغړونه کوي او پر خپل سر د پخوانۍ نقشې له مخې چارې پر مخ بيايي.

نوموړي  زياته کړه، د پلان له مخې، د ودانۍ مسوول په دې هم مکلف دی، چې پارکېنګ او په ودانۍ کې ټول هغه امکانات، چې د اړتيا پر مهال ترې ګټې پورته کېږي، ولري.

دی وايي، چې د ودانيو خاوندان د دوی خبرو ته هېڅ غوږ نه نيسي او چارې په خپله خوښه پر مخ وړي.

د ښاري پراختيا رييس  همدا راز وويل، چې په دې اړه يې څو ځلې امنيتي ارګانونو ته رسمي خبر ورکړی، خو چا يې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ويلی.

د انجنير يوسف په وينا، په ښار کې پر خپل سر د ودانيو جوړول به ډېر ژر ډېرې ستونزې را ولاړې کړي او بيا به يې مخه نيول ګران کار وي.

د حساب ورکولو  د اونۍ په لړ کې د خوست ښاروال انجنير محمدشريف هم د خپلې ادارې په اړه معلومات ورکړل.

هغه په خپل راپور کې وويل، چې د خوست ښار په زړه د مرکزي چوک په سيمه کې يوشمېر کسانو د ښاروالۍ ځمکې غصب کړې دي.

د نوموړي په وينا، هغه کوڅې چې پخوا د ښاروالۍ له لوري هټيو ته د مالونو د داخلېدو په موخه پرېښودل شوې وې، دا مهال پرې ودانۍ ابادې شوې دي.

انجنير شريف وويل، چې څو ورځې وړاندې هم يوه کس غوښتل، چې د ښاروالۍ ځمکه په خوست ښار کې پر خپل ملکيت واړوي، خو دوی يې مخه ونيوله.

هغه زياتوي، چې د دې چارې د مخنيوي په اړه د ولايت مقام په هدايت يو کمېسيون ټاکل شوی، ترڅو د ښاروالۍ ځمکې تثبيت او پرې جوړې شوې ودانۍ ونړوي.

د خوست د فوايد عامې رييس هم خپل راپور وړاندې کړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.