خوست ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١ ): په خوست ښار کې د يوې امنيتي پوستې قوماندان د يوه پوليس له خوا ووژل شو .
دا پېښه تېره شپه ناوخته د خوست ولايت د ماشومانو په محبس (دار التاديب) کې رامنځته شوې ده.
د خوست ولايت د عدليې رييس قانون ګل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دارالتاديب امنيتي پوستې يوه پوليس پر خپل قوماندان ډزې کړي او وژلى يې دى.
هغه زياته کړه، چې دغه پوليس نيول شوى او په لومړنيو پلټنو کې يې اعتراف کړى، چې قوماندان يې څه موده مخکې پر ده ډزې کړې وې.
خو د عدليې رييس وايي، چې نيول شوى پوليس د بريد پر مهال د نشې په حالت کې و.
د خوست امنيتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن