ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې يوه پوليس خپل قوماندان وواژه

په خوست کې يوه پوليس خپل قوماندان وواژه

author avatar
17 Mar 2013 - 15:22
په خوست کې يوه پوليس خپل قوماندان وواژه
author avatar
17 Mar 2013 - 15:22

خوست ښار (پژواک ٢٧ کب ٩١ ): په خوست ښار کې د يوې امنيتي پوستې قوماندان د يوه پوليس له خوا ووژل شو .

دا پېښه تېره شپه ناوخته د خوست ولايت د ماشومانو په محبس (دار التاديب) کې رامنځته شوې ده.

د خوست ولايت د عدليې رييس قانون ګل د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دارالتاديب امنيتي پوستې يوه پوليس پر خپل قوماندان ډزې کړي  او وژلى يې دى.

هغه زياته کړه، چې دغه پوليس نيول  شوى او په لومړنيو پلټنو کې يې اعتراف کړى، چې قوماندان يې څه موده مخکې پر ده ډزې کړې وې.

خو د عدليې رييس وايي، چې نيول شوى پوليس د بريد پر مهال د نشې په حالت کې و.

د خوست امنيتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.