کابل (پژواک ٢٨ کب ٩١): تېره شپه په ميدان وردګو ولايت کې يو طالب قوماندان د خپل ماين چاودنې وژلى او يو بل طالب ټپي شوى دى.
دغه ټکى د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوکياڼي د کب په ٢٨مه پژواک اژانس ته په ډاګه کړ.
نوموړي وويل، تېره شپه يوه طالب قوماندان جانداد امنيتي ځواکونو ته د کابل-کندهار پر لار د سيداباد ولسوالۍ په اړونده ساحه کې ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې پرې چاودېدلى دى.
ده وويل، چې په دې پېښه کې قوماندان جانداد وژل شوى او ورسره يو بل طالب ټپي دى.
د خوګياڼي په خبره، ياد طالب قوماندان د چک ولسوالۍ اوسېدونکى و او په ډېرو ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود.
که څه هم چې وسله والو طالبانو د ياد قوماندان د وژلو په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې، چې د دغه ولايت د جلريز ولسوالۍ په زيولات سيمه کې يې د بهرنيو ځواکونو پر ټانک چاودنه کړې او څلور بهرني سرتېري په کې وژل شوي دي.
د والي وياند په ياده سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه تاييد، خو زياته يې کړه چې په دې پېښه کې هغوى ته کوم زيانه نه دى اوښتى.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تېره اونۍ د دغه ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د يوه سيمه ييز پوليس له خوا په بريد کې ٢١ کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن