خوست ښار ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د خوست چارواکي ادعا کوي، چې د ماليې وزارت ددې ولايت په مستوفيت او ګمرک رياستونو کې ٣١ کسان په غير قانوني توګه په دندو ګومارلي ، خو وزارت دغه ادعا ردوي.
د خوست ولايت له مقام څخه د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې ولايت کې د ماليې وزارت له لوري د ولسمشر د حکم خلاف په خپلسري ډول په مستوفيت او ګمرک رياستونو کې ۳١ مامورين په غير قانوني ډول په دندو ګومارلي دي.
سرچينې زياته کړې ،چې د مامورينو د استخدام په برخه کې د ولسمشر د ۹۸۷ ګڼه حکم ، چې په ۱۳۹۱-۲-۱۹نېټه ټولو وزارتونو، مستقلو ادارو او ولايتونو ته صادر شوی ، په څرګنده حکم کوي، چې ټول مامورين بايد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون په چوکاټ کې د ازاد رقابت له لارې پر دندو وګومارل شي او له دې وروسته هېڅ ارګان حق نه لري، چې د دغه طرزالعمل خلاف ګومارنې وکړي.
خو د خوست ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماليې وزارت د ولسمشر د صادرشوي ۹۸۷ ګڼه حکم ، د ۴۵ ګڼه فرمان او همداشان د ملکي خدمتونو د مامورينو د استخدام قانون د لسمې مادې او لومړۍ فقرې خلاف د خوست په ګمرک کې ٢٤ او په مستوفيت کې اوه کسان پر مهمو دندو ګومارلي دي.
په خبرپاڼه کې د خوست د ګمرک او مستوفيت د مسوولينو په حواله ادعا شوې، چې ياد کسان له لوړپوړو چارواکو سره نږدې اړيکې لري او دوی يې په مخنيوي کې بې وسه دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوست اداري مجلس په غوڅ اکثريت سره پرېکړه وکړه،چې دغه ګومارنې بايد بېرته مستردې شي او د ازاد رقابت د پروسې له لارې دې د قانون او حکم په رڼا کې ترسره شي.
د خوست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسيون استازی هارون مجاهد هم تاييد کړې، چې په دغه ولايت کې ٣١ کارکوونکي د ګمرک او مستوفيت په رياستونو کې په غير قانوني ډول په دندو ګومارل شوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی اداره په دې ګومارنه هيڅ خبره شوې نه ده.
بلخوا نن په کابل کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ديوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې وزارت کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.
له دې مخکې د ماليې وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماليې د وزير په وړانديز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مقام په منظورۍ د ماليې په وزارت کې ياد بدلونونه رامنځته شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د عوايدو د کچې د لوړېدو، له شتو وړتياوو څخه په اغېزمنه توګه د کار اخيستلو او د هغو ژمنو د تحقق په منظور، چې د توکيو په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره شوي ، د ماليې وزير د جمهوري رياست لوړ مقام ته په دې وزارت کې د لويو رياستونو او د کليدي رياستونو په کچه د نورو بدلونونو وړانديز هم کړی و ، چې د هغه مقام له لوري منظور شوي دي.
د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي پژواک اژانس ته وويل ، چې ماليه لوى وزارت دى او په يو ځل پکې د پي ار ار پروسه نه شي تطبيقيدلاى.
خو هغه زياته کړه ، چې په دې وزارت کې هم دغه پروسه روانه ده او په راتلونکي کې به د ازاد رقابت له لارې ټول مامورين په دولتي دندو وګومارل شي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن