ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منجم ډاکټر مسلم : نوى کال به د افغانانو لپاره له خوښيو ډک وي

منجم ډاکټر مسلم : نوى کال به د افغانانو لپاره له خوښيو ډک وي

author avatar
19 Mar 2013 - 16:25
منجم ډاکټر مسلم : نوى کال به د افغانانو لپاره له خوښيو ډک وي
author avatar
19 Mar 2013 - 16:25

کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : د افغانستان د نجومو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر وړاندوينه کوي ،چې راتلونکى کال به د افغانانو لپاره له خوښيو ډک وي، اقتصادبه يې  ښه او ستونزې به يې کمې شي.

د افغانستان د علومو ا کاډمۍ د نجومو د څېړنيز انسټيټيوټ رييس ډاکټر مسلم جمال  دغه څرګندونې د کب په ٢٩مه، له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

په افغانستان کې نوى لمريز کال د وري په لومړۍ نېټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ نمانځل کېږي.

ډاکټر مسلم جمال وړاندوينه کوي، چې د ١٣٩٢ لمريز کال به د ټولې نړۍ مسلمانانو او په ځانګړې توګه افغانانو ته د خوښۍ او سوکالۍ کال  وي.

هغه زياته کړه ، چې دا کال د (احد او محمد) په نومونو هم ياديږي، ځکه چې دده په وينا، دابجد د حساب له مخې، احد ١٣ او محمد ٩٢ کېږي او دواړه  چې سره يو ځاى کړې ،نو ١٣٩٢ کېږي.

د نوموړي په وينا، په دې کال کې به په نړۍ کې ډېر خلک داسلام مبارک دين قبول کړي او په نړۍ کې به د مسلمانانو ستونزې راکمې شي .

ډاکټر مسلم دغه راز وويل ، چې دا کال د (مار) په نوم هم يادېږي، او مار د کاميابۍ کال وي، ځکه نو په افغانستان کې به برياليتوبونه ترلاسه کېږي او د خلکو ستونزې به کمې شي .

هغه له خلکو وغوښتل ، چې د نوي کال پر مهال د نوي کال په اړه دعاګانې وکړي.

خو د هېواد بل ستورى پېژندونکى انجنير عبدالله کندهار بيا وايي ، چې دا د ډاکټر مسلم خپل نظر دى او وړاندوينه کوي، چې راتلونکى کال به هم د اوسني کال په څېر له امنيتي ستونزو ډک وي.

نوموړي زياته کړه، چې نوى کال به کړکېچن او له بحرانونو څخه ډک وي او د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره به  کمپاينونه  په کې ترسره شي .

 د هغه په وينا، ددې کمپاينونو په ترڅ کې به يو داسې لاسپوڅى او کمزورى حکومت رامنځته شي ، چې خلک به پر کرزي شکر اوباسي.

انجنير عبدالله کندهاري دغه راز وړاندوينه وکړه، چې د ١٣٩٢ لمريز کال پر مهال به خلک د درېيو لمر تندر او يو سپوږمۍ تندر شاهد وي.

نوموړي دغه راز وويل ، چې په زمري مياشت کې به له ١١مې نېټې څخه تر اولسمې پورې د بارنونو او سيلابونو راتلو امکان وي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.