ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ځينو پروژو چارې نيمګړې دي

په غزني کې د ځينو پروژو چارې نيمګړې دي

author avatar
19 Mar 2013 - 16:03
په غزني کې د ځينو پروژو چارې نيمګړې دي
author avatar
19 Mar 2013 - 16:03

کابل (پژواک ٢٩ کب ٩١): د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د غزني د نومولو لپاره د اړينو پروژو د ترسره کولو مسوولين وايي، چې د امنيت او په خپل وخت د بوديجې د نه شتون او د تخصصي رغنيزو کمپنيو د کموالي له امله د غزني د ځينو پروژو کار نيمګړى دى.

 په ٢٠٠٧زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور د وزيرانو په غونډه کې، غزني د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم ونومول شو.

 په همدې موخه په غزني کې د يو شمېر پخوانيو تاريخي اثارو د بيارغونې او بنسټيزو چارو ځينې مهمې پروژې په پام کې نيول شوې وې.

د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د غزني د نومولو په برخه کې د شوو کارونو په اړه د توضيحاتو په موخه، نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيدمخدوم رهين او د غزني پروژې د تدارکاتو د کمېټې مشر يوسف پښتون ورغوښتل شوي وو.

پښتون وويل، په ټول غزني کې ٢٥٠ ابدې دي، خو د غزني پروژې مسوولينو پرېکړه وکړه، چې يواځې د غزني په ښار کې شته ٥٠ ابدې بايد ورغول شي.

ده زياته کړه، چې له يادو ابدو څخه تراوسه د ٣٠ په شاوخوا کې رغول شوي او نورې يې تر کار لاندې دي.

د هغه په وينا، د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د غزني د نومولو لپاره په پام کې نيول شوي و، چې بايد سل کيلومتره سړک په غزني ښار کې ورغول شي، د کاناليزسيون سيستم يې جوړ شي، هوايي ډګر ورغول شي، د اسلامي ثقافت د مرکز لپاره يوه ستره ودانۍ او ځينې نورې پروژې پلي شوې واى.

خو ده زياته کړه، له يادو پروژو څخه يواځې ٩٠ کيلومتره سړک رغول شوى او د پاتې نورو پروژو کار په لومړنيو پړاوونو کې دى.

پښتون وايي، يادې پروژې ځکه په خپل وخت نه دي پلي شوي، چې د امنيت ترڅنګ په وخت سره دوى ونه توانېدل، چې د غزني د پروژو لپاره له اسلامي هېوادونو او يا هم نړيوالې ټولنې څخه کافي پيسې ترلاسه کړي.

ده زياته کړه: “په غزني کې د واليانو بدلېدو رابدلېدو هم د غزني پر پروژو منفي اغېز ښندلى دى.”

د نوموړي په خبره، د غزني د پروژو لپاره سلو ميليونو ډالرو ته اړتيا وه، خو اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې له دوى سره يواځې د ١٥ميليونو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

د هغه په وينا، ماليې وزارت هم ژمنه وکړه، چې هر کال به د غزني د پروژو لپاره لس ميليونه ډالره ورکوي، خو دا پيسې هم په خپل وخت ورنه کړل شوې.

پښتون دا هم وويل، چې د غزني په ښار کې په ټوليزه توګه ٣٥ پروژې بايد پلې شي، چې ځينې پروژې يې له څو ارګانونو سره دي.

هغه زياته کړه، څو ارګانونو ته د يوې پروژې د چارو سپارلو هم د غزني د پروژې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.

د ده په وينا، د غزني د پروژو د پلي کولو لپاره يواځې شپږ مياشتې وخت پاتې دى، چې په دې موده کې بايد ټول ارګانونه همکاري وکړي، امنيتي حالت يې کابو او کارونه يې چټک کړي.

پښتون دا هم وويل، چې د غزني د پروژې په اړه به په دې ولايت کې د وري د مياشتې په ٢٤مه، د اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړنۍ غونډه جوړه شي.

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه به د شاوخوا ٤٠ اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، د افغانستان د کابينې او ملي شورا غړي ګډون وکړي.

پښتون وايي، د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې د غزني د امنيت په اړه د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سره غونډه لري.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين وويل، چې دې وزارت د غزني د پروژې په اړه خپل اړوند کارونه کابو سرته رسولي دي.

رهين وويل، د اسلامي فرهنګ د مرکز په نوم د غزني د نومولو په برخه کې دغه وزارت دوه دندې درلودې، چې يوه يې د سيمينارونو او غونډو جوړول او بله يې د تاريخي ابداتو بيارغونه وه.

هغه زياته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تراوسه د غزني په برخه کې ٢٢ کتابونه او رسالې چاپ کړي او ډېرې غونډې يې جوړې کړې دي.

د رهين په وينا، د تاريخ په اوږدو کې د غزني ښار ډېرې تاريخي ابدې له منځه تللي او له پاتې ابدو څخه د يو شمېر کار بشپړ شوى او د ځينو د بيارغونې چارې روانې دي.

ده زياته کړه، چې د پاتې ابدو کار به په راتلونکې تلې مياشت کې پاى ته ورسېږي.

د رهين په اند، افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د يوې اونۍ لپاره د غزني ښار امنيت په بشپړ ډول ونيسي.

هغه زياته کړه، که افغان ځواکونه د يوې اونۍ لپاره ونه شي کولى، چې د کوچني ښار امنيت کابو کړي، نو له ٢٠١٤ کال وروسته خو په هېڅ ډول نه شي تونېدلى، چې د هېواد امنيت وساتي.

ټاکل شوې ده ، چې د راتلونکې اکتوبر په مياشت کې، غزني رسما د اسلامي تمدن د مرکز په نوم ونومول شي او د يوې اونۍ لپاره شانداره مراسم په کې جوړ شي، چې په دې مراسمو کې به د اسلامي هېوادونو د استازو ترڅنګ د نورې نړۍ استازي هم برخه واخلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.