ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه کې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
19 Mar 2013 - 13:21
په فراه کې ٢٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
19 Mar 2013 - 13:21

فراه ښار( پژواک ٢٩کب ٩١): ځايي چارواکي وايي، چې د فراه ولايت په خاک سفېد او بالابلوک ولسواليو کې د درېيو عربو په ګډون ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي او له طالبانو او دولتي ځواکونو څخه ١٥ تنه ټپيان دي.

د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته  د دې ولسوالۍ په رنج کلي کې ، پوليس د کوکنارو د له منځه وړو د کمپاين پر مهال د وسلوالو مخالفينو له کمين سره مخ شول.

دى وايي، چې په دې کمين کې درې پوليس او د خاک سفېد لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا مالک ټپيان شوي او د ملا مالک درې ملګري وژل شوي دي.

هغه وويل، چې په دې نښته کې د طالبانو يو ار پي جي ٧ راکټ ، يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي د نورزي نورې څرګندونې تاييدوي ، خو وايي، چې په نښته کې پوليس نه دي ټپيان شوي او ملامالک د طالبان يو قوماندان دى .

دغه راز په فراه کې د ملي اردو د ٢٠٧ ظفر قول اردو د لوا  مطبوعاتي مسوول عبدالرووف رحماني وايي، چې افغان او ايتلافي ځواکونو  وړمه ورځ د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد، شيوان ، عارف اباد او ځينو نورو سيمو کې د کوکنارو د اړولو  کمپاين د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل کړل او تېره شپه پاى ته ورسېدل.

د ده په وينا، په دې عملياتو کې د درېيو عربو په ګډون ١١ وسلوال طالبان وژل شوي او ٧نور ټپيان شوي دي .

هغه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه  قوماندانان هم شامل دي .

سرچينې زياته کړه ، چې په دې عملياتو کې د عامه نظم يو پوليس او د  ملي اردو درې تنه منسوبين هم ټپيان شوي دي .

رحماني وايي، چې په دې عملياتو کې ٨٠ کيلوګرامه نشه يي توکي او د وسلوالو مخالفينو دوه موټرسايکلونه هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي . 

دغه راز هغه وويل، چې په دې عملياتو کې د سيد اکبر په نوم يو طالب قوماندان او د هغه يو ملګرى له يوه کلاشينکوف او دوو لاسي بمونو سره  ژوندي نيول شوي دي.

د بالابلوک او خاک سفېد ولسواليو له خلکو سره مو اړيکه ټنيګه نه شوه او وسلوالو طالبانو هم  تر دې دمه د يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.