خوست ښار (پژواک ٣٠ کب ٩١): د خوست ولايت د محبس د لوجستيک امر له يوه پوليس سره د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د خوست د محبس امر روح الله کريمي د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر د خوست ښار اړوند سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د ياد امر پر موټر چاودنه د چسپکي ماين وه، چې له امله يې په خپله د محبس د لوجستيک امر له يوه بل پوليس سره لومړى سخت ټپي شوي وو.
د نوموړي په وينا، هغوى روغتون ته وړل شوي وو، خو تېره شپه يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د مقناطيسي ماين په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن