ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لالى: د کندهار والي ٣٥ ميليون ډالر بهر ته لېږدولي

author avatar
20 Mar 2013 - 17:09
author avatar
20 Mar 2013 - 17:09

كابل (پژواک۳۰ کب۹۱): د ولسي جرګې يو غړى د کندهار پر والي تور لګوي، چې د خپلې ځمکې او کور پلورلو په پلمه يې تر ٣٥ ميليونه امريکايي ډالرو کاناډا ته لېږدولي، خو د والي وياند دغه ادعا بې بنسټه بولي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمدنعيم حميدزي لالي نن د جرګې عمومي غونډې ته د خپل ولايت د ستونزو د راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې د کندهار والي توريالي ويسا يادې پيسې له ناقانونه لارو پيدا کړې دي.

ده زياته کړه: “تقريباً ۳۰ تر ۳۵ ميليونه پورې ډالر زموږ والي صاحب کاناډا ته په دې نامه باندې انتقال کړي، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې ما ځمکه درلوده. ده ويلي، چې په يوه ميليون ډالر مې جريب خرڅ کړى دى. چې هلته په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځمکې ارزښت د جريب لس زره ډالر هم نه دى. ده په دې نامه په کندهار کې د غصب او چور له لارې پيسې پيدا کړي او انتقال کړې دي.”

لالي پژواک ته وويل، د کندهار والي ويلي، چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يې د نهه ميليونه ډالرو په ارزښت ۹ جريبه ځمکه پلورلې او په کندهار ښار کې يې د ۲،۵ جريبه مساحت لرونکى خپل کور پلورلى، چې د يوه جريب ارزښت يې ۱۰ ميليون ډالره دى.

 خو د لالي په وينا، په ارغنداب کې د يادې ځمکې ټول ارزښت تر ۹۰ زره ډالرو نه اوړي او په کندهار ښار کې د يوه جريب ځمکې بيه تر سل زره ډالرو ډېره نه ده.

ده وويل، چې دغه معلومات يې په ژمنۍ رخصتۍ کې کندهار ته د سفر پر مهال ترلاسه کړي دي.

لالي له ولسي جرګې وغوښتل، چې کندهار ته پلاوى ولېږي، ترڅو د دې موضوع ترڅنګ د کندهار د خلکو نورې ستونزې هم وڅېړي.

د هغه په وينا، دا ثابتولى شي، چې توريالي ويسا يادې پيسې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د کندهار د هوايي ډګر له لارې د خپلې کورنۍ د غړو په لاس بهر ته لېږدولې دي.

خو د کندهار د والي وياند احمدجاوېد فيصل، د لالي خبرې بې بنسټه او له حقيقت څخه لرې بولي.

 فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې توريالي ويسا، نه ځمکه پلورلې او نه يې هم کاناډا ته پيسې لېږلې دي.

فيصل د لالي ادعاوې د شخصي عقدو له مخې بولي او وايي، چې په دې وروستيو کې په کندهار کې ځينې امنيتي کمپنۍ بې وسلې شوي او غصب شوې ځمکې بېرته دولت ترلاسه کړي، چې په هغو کې ښايي د لالي ځمکې هم شاملې وي.

د کندهار د والي وياند د لالي څرګندونې د شخصيتونو ترور وباله.

هغه وويل، چې لالى بايد د خپلې ادعا د اثبات لپاره اسناد وړاندې کړي.

خو لالى وايي، له يوه کور څخه پرته، چې د کابل په ميرويس ميدان کې دى،  نه امنيتي کمپنۍ لري او نه  هم ځمکه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.