ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى د نوروز په نړيوال جشن کې ګډون کوي

author avatar
20 Mar 2013 - 14:52
author avatar
20 Mar 2013 - 14:52

کابل (پژواک ٣٠ کب ٩١): ولسمشر حامد کرزى د “نوروز- د بشردوستۍ او سولې جشن” په نوم نړيوالو مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته ورسېد.

د ولسمشرۍ په هغې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې نن (دکب ٣٠مه) پژواک اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې ولسمشر کرزى نن له غرمې وړاندې د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر کرزى به په دغه دوه ورځني سفر کې په نوروز جشن کې له ګډون سربېره د تاجکستان او ازبکستان له ولسمشرانو او د يو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سيمه ييزيو همکاريو پر پراختيا به ورسره خبرې وکړي.

د ويلو ده، د نوروز نړيوال جشن تېر کال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې او تر هغه وړاندې د ايران په پلازمېنه تهران کې جوړ شوى و.

د خبرپاڼې په وينا، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفتر سپنتا، د فوايدعامې وزير نجيب الله اوژن، د نړيوالو چارو سلاکار ډاکتر يحيى معروفي، په دينې چارو کې سلاکار مولوي جوره طاهري، د ولسمشرۍ دفتر د رياست مرستياله مېرمن حميرا لودين او د ولسمشر وياند اېمل فيضي هم ملتيا کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.