ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په داخلي بريد کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شو

په داخلي بريد کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شو

author avatar
20 Mar 2013 - 17:14
په داخلي بريد کې يو بهرنى سرتېرى ټپي شو
author avatar
20 Mar 2013 - 17:14

کابل ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : تېره شپه ناوخته د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ د افغان او ايساف ځواکونو د ګډې نظامي اډې په لومړۍ دروازه کې د ايساف يو سرتېری د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا ټپي شوى دى.

د پکتيکا ولايت له مقام څخه د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، پېښه هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې د ايساف ځواکونو يو شمېر سرتېري له يوې لرې پرتې قرارګاه څخه د اورګون ولسوالۍ د افغان او ايساف ځواکونو ګډې نظامي اډې ته راورسېدل.
سرچينې زياته کړې،د يادو ځواکونو لومړنى موټر تر نورو وړاندې ګړندی روان وو، د نه پېژندنې له امله د ملي اردو سرتېرو له خوا ورته د درېدو امر وشو، د نه درېدو پر مهال د ملي اردو د يو تن سرتېري له خوا پرې ډزې وشوې او په پايله کې د ايساف يو  سرتېری ټيي شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معلوماتو له مخې، ټپي سرتېری دا مهال د بګرام په نظامي اډه کې تر درملنې لاندې دی، لومړني معلومات په ډاګه کوي، چې پېښه قصدي نه، بلکي سهواً رامنځ شوې او د پېښې د لا روښانتيا په موخه پلټنې روانې دي.

بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې د رحمت الله په نامه يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي، چې له امله يې ٦ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيکا ولايت مقام د يادې پېښې په اړه د وسله والو مخالفينو شوې ادعا رد کړې ده.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې داخلي بريدونو يو ځل بيا زور اخيستى  ، تېره مياشت په غزني کې يوه سيمه ييز پوليس خپل ١٧ ملګري له مسمومولو وروسته ووژل، دغه راز درې ورځې مخکې په خوست ولايت کې يوه پوليس خپل قوماندان وواژه.

 همدارنګه په تېرو دوو اونيو کې په کاپيسا او ميدان وردګو ولايتونو کې افغان ځواکونو دوه ځلې پر ناټو ځواکونو بريدونه وکړل  او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

 په کاپيسا کې يوه افغان سرتېري يو بهرنى سرتېرى وواژه، خو د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې يوه پوليس ٢١ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.