ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اشکمش ولسوال ووژل شو

د اشکمش ولسوال ووژل شو

author avatar
21 Mar 2013 - 10:00
د اشکمش ولسوال ووژل شو
author avatar
21 Mar 2013 - 10:00

تالقان (پژواک د وري لومړۍ نيټه ٩٢) :د تخارولايت د اشکمش ولسوال عبدالمنان حکيمي له خپل  وراره سره د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شو .

 د تخار د امينه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالخليل اسير پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد ماين نن سهار اووه نيمي بجې د ولسوال د کور مخې ته هغه مهال وچاودېد، چې ولسوال له کور څخه د وتلو په حال کې و.

ده زياته کړه، چې په دې چاودنه کې ولسوال له خپل يوساتونکى او وراره سره وژل شوى او دوه نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

اسير زياته کړه ، چې ولسوال حکيمي له دوو کلونو راهيسې د اشکمش د ولسوال او له هغه څخه مخکې يې د نمک اب او چاه اب د ولسواليو د ولسوال په توګه دندې ترسره کړې دي .

 دده په خبره، چې وژل شوي ولسوال ٥٠کاله عمر درلود، له چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده او تراوسه ددغې پيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي .

 وسلوالو طالبانو ددې پيښې مسوولت   پرغاړه اخيستى.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته د يوه اېمېل په لېږلو سره ويلي، چې په دغه چاودنه کې عبدالمنان حکيمي له څلورو ساتونکو سره وژل شوى دى.

هغه زياته کړي، چې په دغه پېښه کې د اشکمش ولسوال موټر هم ويجاړ شوى دى.

 د يادونې ده ، چې د تيرکال د زمري په مياشت کې د اشکمش ښاروال عبدالعزيز د سولې د عالي شورا له غړي محمد هاشم او درې نورو کسانو سره د ماين په يوه کې وژل شوي وو، چې وسله والو طالبانو ددغې پيښې مسووليت پرغاړه اخيستى و

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.