هرات(پژواک،دوري لومړۍ نېټه،٩٢):په بادغيس ولايت کې له پنځو اربکيانو څخه سرونه غوڅ شول.
د بادغیس یوه امنیتی چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه.
سرچينه وويل، چې دغه پېښه د مُقر ولسوالۍ د دره بوم په سیمه کې تېره شپه رامنځته شوې ده.
دغه امنیتي سرچينه وايي، چې په دغه پېښه کې د وژل شويو کسانو کره شمېره په لاس کې نلري ، خو سيمې ته يې د پلټنې په موخه يو پلاوى استولى دى.
دده په خبره، دغه پېښه د اربکیانو په منځ کې د طالبانو د يوه ارتباطي تن په واسطه رامنځته شوې ده.
د حاجي عبدالله په نوم يوتن قومي مشر پژاک ته وويل، چې دبادغيس د مقرپه سيمه تېره شپه وسله والو طالبانو د اربکیانو پر یوې امنیتي پوستې بريد کړى دى.
د هغه په وینا، د پوستې ترنیولو وروسته یې د پنځو اربکیانو سرونه غوڅ کړي ، چې مړي يې په پوسته کې موندل شوي دي.
حاجي عبدالله وايې، چې وسله والو طالبانو له دغې پوستې څخه وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي.
نوموړي وويل، چې له دغه پېښې وروسته دغچ اخيستنې په موخه د نورو اربکیانو له خوا یو طالب هم
وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه ديادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن