ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د يوه کنسرت مخنيوى وشو

په هرات کې د يوه کنسرت مخنيوى وشو

author avatar
21 Mar 2013 - 10:33
په هرات کې د يوه کنسرت مخنيوى وشو
author avatar
21 Mar 2013 - 10:33

  هرات(پژواک،دوري لومړۍ نېټه،٩٢): په هرات ولايت کې د سپرلي په وياړ د کېدونکي کنسرت مخنيوى وشو.

 په دغه کنسرت کې د سندرغاړو د ګروپ مشر ارش بارز د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى غوښتل د هرات په ښار کې د سپرلي په وياړ تېره شپه د مولانا جلال الدين بلخي په تالار کې کنسرت ورکړي.

 دده په خبره، درې ورځې وړاندې يې د ولايت له مقام څخه د کنسرت د اجرا کولو اجازه هم ترلاسه کړې وه.

 ارش ادعا وکړه، چې د هرات ښاروال له ١٥ وسله والو سره ياد تالارته ننوت او د دوى د موسيقۍ وسايل يې له تالاره بهر کړل او دغه راز يې سپکې سپورې هم ورته وويلې.

 نوموړى وايي، چې د هرات ښاروال د دوى د کنسرت مانع شو، د تالار دروازه يې وتړله او د کنسرت ننداره چيان يې له دغه ځايه وشړل.

 د بارز په خبره،دغه کنسرت ته يې زيات تيارى نيولى و او دغه راز يې د خلکو په را بلنه هم زيات لګښت  شوى و.

 کله چې ارش بارز له پژواک سره خبرې کولې،د ولايتي شورا رييس او يوشمير حکومتي چارواکي هم حاضر وو، خو يو يې هم حاضر نشو، چې د ارش د خبرو په اړه پژواک ته څه ووايي.

 دهرات داطلاعاتو اوکولتور ریيس اریا روفیان پژواک ته وویل، چې د کنسرت موضوع له هغه سره نه ده مطرح شوې، له همدې امله څه نشي ويلى.

 خو د هرات ښاروال محمد سليم تره کي وويل، چې دى د تېرې شپې د کنسرت مانع نه وه او نه يې هم د چا پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار اخىستى دى.

 هغه زياته کړه، چې ياد تالار د اوبو او انرژۍ د وزير محمد اسماعيل د زوى ميرويس صادق دکاليزې دنماځنې په موخه له مخکې ځانکړى شوى ده.

 ښاروال وويل، له دې امله چې امنيتي ستونزه پيدا نشي، دوى د کنسرت سمبالوونکي ته يواځې ويلي، چې بل چېرته کنسرت ورکړي.

 ميرويس صادق، چې د ترانسپورټ او هوايي چلند پخوانى وزير هم و د  ١٣٨٣کال د وري په دويمه نېټه په هرات ښار کې ووژل شو.  

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.