ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وردوج کې د لسګونو طالبانو د وژلو دعوه وشوه

په وردوج کې د لسګونو طالبانو د وژلو دعوه وشوه

author avatar
22 Mar 2013 - 09:55
په وردوج کې د لسګونو طالبانو د وژلو دعوه وشوه
author avatar
22 Mar 2013 - 09:55

فيض اباد (پژواک، ٢ ورى ٩٢): د بدخشان چارواکي ادعا کوي، چې د دې ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ٤٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغې چې په وردوج کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته، دوى په دې ولسوالۍ کې په پوځي عملياتو لاس پورې کړ.

وړمه ورځ د وردوج په غنيو او پل سربالا سيمو د وسله والو طالبانو په بريد کې درې پوليس وژل شوي وو؛ دغه راز په ياده ولسوالۍ کې دوه اونۍ وړاندې هم د ملي اردو او پوليسو ١٦ تنه د طالبانو له لوري وژل شوي وو.

راسخ زياته کړه، تېره ورځ (د وري لومړۍ نېټه) د وردوج په څلورو سيمو “هم ورساى، دشت شعله، زاغک او پول برابرى”، چې د وسله والو طالبانو مهم پټنځايونه وو، بمبار شوى، چې په ترڅ کې يې ٤٣ وسله وال طالبان ووژل شول.

د هغه په وينا، له بمبار سره هممهال د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او نظم عامه ځواکونو له لوري ځمکني عمليات هم روان وو، چې دغه نښته تراوسه پورې (د وري دوهمه، سهار نهه بجې) روانه وه.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو ځينې قوماندانان هم شامل دي، خو هويت يې معلوم نه دى.

دى وايي، په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له بلې خوا د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، له مزارشريف او کندوز څخه زيات شمېر وسله وال ځواکونه، په شمال کې د ٢٠٩شاهين قول اردو د قوماندان تورن جنرال زلمي ويسا په مشرۍ دې ولسوالۍ ته رسېدلي او په عملياتو کې ونډه لري.

ده پژواک اژانس ته زياته کړه: “دا مهال په عملياتو کې زياترې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي، خو د ولسوالۍ ٤٠سلنه سيمه لا هم د مخالفينو په ولکه کې ده.”

د هغه په خبره، په څو راتلونکو ورځو کې په شمال کې د عقاب په نامه پيلېدونکي عمليات به هم د بدخشان له وردوج ولسوالۍ څخه پيل شي.

 دى وايي: “په پرونيو عملياتو کې د يادو شويو کسانو وژل به د طالبانو د مورال د کمزوري کېدو لامل وګرځي.”

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د حکومتي چارواکو ياده شوې ادعا ناسمه بللې ده.

ده زياته کړې، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې بمبار په ناسمو اهدافو شوى، چې دوى ته په هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.